Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

برېښنا شرکت: د برېښنا د لګښت د پوروړو جایدادونه به وپلور شي

برېښنا شرکت وايي، پر داسې یوې طرحې کار کوي چې، له مخې یې د تېر حکومت د هغو چارواکو او نورو زورواکو چې د برېښنا پیسې یې نه دي ورکړي؛ د خپلو پورونو د ترلاسه کولو لپاره به د هغوی جایدادونه وپلوري.

د دغه شرکت مسوولین زیاتوي، د دغې طرحې له وروستي کېدو او د کابینې له موافقت سره سم، د تېر حکومت هغه پوروړي چارواکي او نور پوروړي زورواکي چې، له هېواده بهر تللي تر پېژندنې وروسته به یې جایدادونه وپلورل شي.

د افغانستان برېښنا شرکت چې، د برېښنا له درکه له ګاونډیو هېوادونو څه باندې ۶۲ مېلیونه ډالره پوروړی دی دغه پرېکړه یې ځکه کړې چې، داسې اندېښنې راپورته شوي چې، ګڼې وارداتي برېښنا به پرې شي.

د تېر حکومت چارواکي او نور زورواکي چې، ډېری یې له افغانستانه پښې سپکې کړي له برېښنا شرکته شاوخوا ۵۰۰ مېلیونه افغانۍ پوروړي دي.

د برېښنا شرکت د عملیاتي ریاست سرپرست صفي الله احمدزی وايي:«پر یوې کړنلارې کار کوو چې باید یوه پالیسي رامنځته شي ترڅو هغه پورونه چې د دا ډول کسانو دي، دغه پیسې حصول کړای شو. دا یا به په داسې بڼې وي چې موږ وکړای شو د هغوی جایدادونه وپلورو او یا هم بدیلې لارې پيدا کړو.»

هېوادوالو هم د برېښنا شرکت د دې پرېکړې هرکلی کړی او ټینګار کوي له هرې لارې چې وي، حکومت باید پر افغانستان د وارداتي برېښنا د پرېکېدو مخه ونیسي.

د کابل اوسېدونکی روح الله وايي:«د برېښنا بلونه یې چې پاتې دي د هغه په مقابل کې باید هغه جایدادونه چې په افغانستان کې لري باید وپلور شي چې د برېښنا بلونه یې ورکړل شي او پر خلکو برېښنا پرې نه شي.»

د بغلان اوسېدونکي شفیق هم وویل:«جایدادونه یې باید وپلور شي؛ هغوی له هېواده بهر ته تللي دي او هېواد ته نه راستنېږي. بې وزله خلکو د خپلې برېښنا بلونه یې ورکړي دي او باید داسې کار وشي چې پر خلکو پرېښنا پرې نه شي.»

له دې سره سم، په برېښنا شرکت کې سرچینې وايي، دغه شرکت له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې، پر افغانستان صادرېدونکې برېښنا پرې نه کړي او هڅې کوي چې، له هرې شونې لارې د برېښنا پور پرې کړي.

خو آیا د تېر حکومت د پوروړو چارواکو او پوروړو زورواکو د جایدادونو خرڅلاو به اغېزناک وي؟

د برېښنا شرکت پخوانی رییس امان الله غالب په دې هکله وايي:«د لنډ مهال لپاره به ستونزه حل کړي، یو اندازه پیسې به راټولې شي چې لږ تر لږه په قسطي بڼه هم پیسې ورکړي؛ خو په اوږد مهال کې دا طرحه ځواب ویونکې نه ده او د برېښنا ستونزه نه شي کولای.»

له دې ټولو سره سره برېښنا شرکت وايي، د نوي حکومت له رامنځته کېدو وروسته د دغه شرکت په ټولو عوایدو کې تر ۷۰ سلنه کمښت راغلی دی.

پر افغانستان د وارداتي برېښنا د پرېکېدو د اندېښنو په دوام برېښنا شرکت پرېکړه کړې چې د هغو پخوانیو دولتي چارواکو او زورواکو جایدادونه وپلوري چې دوی ته یې د برېښنا درانه پورونه نه دي ورکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه