Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کورنیو چارو وزارت د بنښې نړۍوال سازمان رپوټ رد کړ

کورنیو چارو وزارت، د بښنې نړۍوال سازمان هغه رپوټ رد کړی او ناسم یې بللی چې وايي، طالبانو په ډایکنډي کې ۱۳ تنه وژلي.

تېره ورځ د بښنې نړیوال سازمان په خپل یوه نوي رپوت کې ویلي چې طالبانو په دایکندي ولایت کې د دوو مُلکیانو په ګډون چې یوه یې مېرمن ده ۱۳ تنه وژلي دي.

کورنیو چارو وزارت وايي چې د بښنې نړیوال سازمان په خپل رپوټ کې د اسلامي امارت نظر نه دی ځای پرځای کړی.

د کورنیو چارو وزرات ویاند قاري سعید خوستی وايي:«دا رپوټ سم نه دی ځکه چې په هغه کې د اسلامي امارت نظر نه دی اخیستل شوی او په یو اړخیزه توګه څېړل شوی دی. د دغه څېړنې لپاره باید مستند دلیل شتون درلود، چې نه یې لري.»

بلخوا د دایکنډي خلک د دغه ولایت د خلکو لپاره د عدالت د تامین غوښتنه کوي.

غلام حضرت چې، له خپلې کورنۍ سره له دایکندي کابل ته راغلی په دغه ولایت کې له بد امنیتي وضعیته داسې روایت لري:«له هغې وروسته کله چې اسلامي امارت زموږ ولایت ته راورسېدل، زه په کور کې نه وم، ماشومان او مېرمن مې په کور کې وو. دوی یې له کوره اېستلي وو او زموږ کور ته یې اور ورته کړئ و.»

د دایکندي بل اوسېدونکی علي احمد هم وايي:«یوازې زموږ په ولسوالۍ کې ۳۰۰ کورنۍ د بد امنیتي وضعیت له امله اړې شوې چې خپل کورونه پرېږدي، ځکه چې ټول یې وژل اوله ځان سره یې بیول.»

له دې سره سم، د بښنې نړۍوال سازمان په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې، طالبانو د تېر حکومت له رانسکورېدو وروسته په دایکندي کې ۱۱ نظامیان او د یوې ښځې په ګډون دوه ملکیان له تسلمیدو وروسته وژلي دي.

د بښنې نړۍوال سازمان مشره اګنس کالامارډ:«طالبان باید ژر تر ژره له دې غچ اخیستنې او ظالمانو کړنو لاس پر سر شي او ډاډ ورکړي چې، د تېر دولت کارکوونکي او کورنۍ یې کولی شي په ارامه زړه په افغانستان کې ژوند وکړي.» 

تر دې مخکې هم د دایکندي یو شمېر اوسېدونکو ادعا کړې وه چې، د اسلامي امارت په نامه خلکو یو شمېر دایکندیان له خپلو کورونو شړلي دي.

د بښنې نړۍوال سازمان په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې، طالبانو د تېر حکومت له رانسکورېدو وروسته په دایکندي کې ۱۱ نظامیان او د یوې ښځې په ګډون دوه ملکیان له تسلمیدو وروسته وژلي دي.

تصویر بندانگشتی

کورنیو چارو وزارت، د بښنې نړۍوال سازمان هغه رپوټ رد کړی او ناسم یې بللی چې وايي، طالبانو په ډایکنډي کې ۱۳ تنه وژلي.

تېره ورځ د بښنې نړیوال سازمان په خپل یوه نوي رپوت کې ویلي چې طالبانو په دایکندي ولایت کې د دوو مُلکیانو په ګډون چې یوه یې مېرمن ده ۱۳ تنه وژلي دي.

کورنیو چارو وزارت وايي چې د بښنې نړیوال سازمان په خپل رپوټ کې د اسلامي امارت نظر نه دی ځای پرځای کړی.

د کورنیو چارو وزرات ویاند قاري سعید خوستی وايي:«دا رپوټ سم نه دی ځکه چې په هغه کې د اسلامي امارت نظر نه دی اخیستل شوی او په یو اړخیزه توګه څېړل شوی دی. د دغه څېړنې لپاره باید مستند دلیل شتون درلود، چې نه یې لري.»

بلخوا د دایکنډي خلک د دغه ولایت د خلکو لپاره د عدالت د تامین غوښتنه کوي.

غلام حضرت چې، له خپلې کورنۍ سره له دایکندي کابل ته راغلی په دغه ولایت کې له بد امنیتي وضعیته داسې روایت لري:«له هغې وروسته کله چې اسلامي امارت زموږ ولایت ته راورسېدل، زه په کور کې نه وم، ماشومان او مېرمن مې په کور کې وو. دوی یې له کوره اېستلي وو او زموږ کور ته یې اور ورته کړئ و.»

د دایکندي بل اوسېدونکی علي احمد هم وايي:«یوازې زموږ په ولسوالۍ کې ۳۰۰ کورنۍ د بد امنیتي وضعیت له امله اړې شوې چې خپل کورونه پرېږدي، ځکه چې ټول یې وژل اوله ځان سره یې بیول.»

له دې سره سم، د بښنې نړۍوال سازمان په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې، طالبانو د تېر حکومت له رانسکورېدو وروسته په دایکندي کې ۱۱ نظامیان او د یوې ښځې په ګډون دوه ملکیان له تسلمیدو وروسته وژلي دي.

د بښنې نړۍوال سازمان مشره اګنس کالامارډ:«طالبان باید ژر تر ژره له دې غچ اخیستنې او ظالمانو کړنو لاس پر سر شي او ډاډ ورکړي چې، د تېر دولت کارکوونکي او کورنۍ یې کولی شي په ارامه زړه په افغانستان کې ژوند وکړي.» 

تر دې مخکې هم د دایکندي یو شمېر اوسېدونکو ادعا کړې وه چې، د اسلامي امارت په نامه خلکو یو شمېر دایکندیان له خپلو کورونو شړلي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه