Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د نجونو ښوونځيو تړلو پاتې کېدوغبرګون کې د کفن اغوستې کورنۍ لاریون

کابل کې د يوه خصوصي پوهنتون استاد او مېرمن یې چې هغه هم ښوونکې ده، له خپلو ماشومانو سره یوځای کفن ته د ورته جامو په اغوستو سره لاریون وکړ.

ياده کورنۍ وايي، دا لاريون يې، له زده کړو د نجونو د محرومېدو او په هېواد کې اقتصادي ستونزو ته د حکومت او نړۍ د نه پاملرنې په غبرګون کې کړی دی.

د پوهنتون دا استاد وايي، لور يې د زرګونو نورو هغو افغان نجونو په څېر بې‌ برخلیکه پاتې ده چې د زده کړو د دوام حق ترې اخیستل شوی دی.

د پوهنتون استاد او د لاریون کوونکی محمد صابر انسان دوست وايي:«زه دلته له خپلې کورنۍ سره یو ځای راوتلی یم او اعتراض کوم په دې خاطر چې موږ ته باید زموږ ټولنیز حقونه راورسېږي، د کار کولو، زده کړو حق ولرو. خو اوس موږ دا حق نه لرو، دلته عدالت او برابري نشته. ټول شموله حکومت نشته.»

د محمد صابر انسان دوست مېرمن شیلا انسان دوست چې په یوه ښوونځي کې ښوونکې او د دغه لاریون ګډونواله ده وايي:«له کله چې طالبان کابل ته راغلي دي، زه ښوونځي ته د درس ورکولو لپاره نه یم تللې، لور مې چې اوس په اووم ټولګي کې ده هغه هم ښوونځي ته نه ده تللې. زموږ په دې حالت باندي ټوله نړۍ چپ ده او دا له افغانانو سره لویه جفا ده.»

سمیه د دې معترضې کورنۍ لورکۍ ده چې سږ کال اووم ټولګي ته بريالۍ شوې، خو وايي، د هېواد د زرګونو نورو نجونو په څېر د زده کړو له دوامه محرومه شوې‌ ده:«زه تازه اووم ټولګي ته بریالۍ شوې یم، خو اوس اجازه نه لرم چې ښوونځي ته ولاړه شم، زه له طالبانو څخه د خپلو زده کړو د دوام حق غواړم.»

د دغې کورنۍ زوی مصعب چې هغه هم په لاریون کې برخه اخیستې ده وايي:«موږ د دې لپاره له خپلې کورنۍ سره یو ځای د اعتراض په موخه راوتلي یوو، چې موږ د خپلو ټولنیزو حقونو غوښتونکي یوو.»

ښايي د دې کورنۍ غوښتنه او اعتراض د دوی نندارې ته د راټولو شویو خلکو غوښتنه هم وي.

د کابل اوسېدونکې ریحانه وايي:«زموږ ټولو ستونزي یو ډول دي اقتصاد مو صفر دی کار او روزګار نشته، د زده کړو سیسټم مو خراب دی، خلکو د تېر حکومت پر مهال هم ستونزي درلودي خو موږ داسي فکر کاوه چي هغه ستونزي به مو حل شي، مګر داسي ونه شول او زموږ د ستونزو حل د اوسني حکومت مکلفیت دی.»

دغه کورنۍ چې تر لاريون وروسته بېرته خپل کور ته ستنه شوې، وايي، ډېرو نورو ته يې هم په لاريون کې د ګډون بلنه وکړه وه، خو  په وينا یې چا ورسره له وېرې ملګرتيا ونه کړه.

د پوهنتون استاد محمد صابر انسان دوست زیاتوي:«موږ چې له کوره وتلو اودس مو وکړ، مرګ ډبول، او نورې ټولې ستونزې د طالبانو له لوري مې په نیت کې وي، خو دا هرڅه ما د خپلې ټولني د حقونو د دفاع په موخه پر ځان منلي و، ډېرو کسانو ته مو دعوت ورکړی وو، خو څوک د ډار له امله له موږ سره یو ځای نه شول.»

په هېواد کې د بې وزلۍ او بې‌کارۍ په هکله دا او دې ته ورته اعتراضونه په داسې حال کې دي چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام په افغانستان کې د ممکنه بشري ناورین وړاندوينه کړې‌ ده. 

د پوهنتون استاد محمد صابر انسان دوست وايي چې د هېواد د بچیانو لپاره دا چې بې‌ برخلیکه پاتې دي او د زده کړو د دوام حق ترې اخیستل شوی دی، لاریون کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه