د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې له کابله خپلو ولایتونو ته د کورنیو بېځایه شویو ستنېدل پیل شوي.
د کډوالو وزارت وایي، چې تراوسه دوه نیم زره کورنۍ ثبت شوې دي، چې له مرستو او همکارۍ وروسته بېرته خپلو ولایتونو ته ستنې شوې دي.
ګڼې کورنۍ په تېرو دوو میاشتو کې خپلو سیمو کې د جګړې له کبله کابل ته راکډه شوې وې.
د کډوالو وزارت مرستیال ارسلان خروټي ویلي:"دا لړۍ نن پیل شوې او روانه ده چې کابل ته راغلې ټولې کورنۍ بېرته خپلو ولایتونو ته ستنې شي."
بلخوا کورني بېځایه شوي وایي، چې وروستیو جګړو کې یې هر څه چې لرل له لاسه ورکړي او اوس مرستو ته اړتیا لري.
د بغلان ولایت یوه اوسېدونکي محرابالدین ویلي:"تراوسه مرسته راسره نه ده شوې. لږه مرسته هم چې راځي اصلي خلکو ته نه رسېږي."
خو اوس هم د کابل بېلابېلو سیمو کې کورني بېځایه شوي پراته دي چې مرستو ته اړتیا لري.
د کندوز یوه اوسېدونکي عبدالبصیر ویلي:"غواړو چې خلک په زور بېرته خپلو کورنو ته بوځي. ماشومان مو ناروغان دي. دلته مو یوه نیمه میاشت وشوه."
په ورته وخت کې د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، افغانستان له اقتصادي اړخه د سقوط په درشل کې دی.
په دې اړه مو اندونه