Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نن د اکتوبر اومه پر افغانستان د امریکا د برید ۲۰ کاله پوره شول

نن د اکتوبر اومه ده، چې ورسره پر افغانستان د امریکا د برید ۲۰ کاله پوره شول - له نننه ۲۰ کاله وړاندې، امریکا پر افغانستان برید وکړ – چې دا جګړه یوه میاشت وړاندې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو سره ختمه شوه.

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي نیوکې هم شته.

د کابل یوه اوسېدونکي احمد ناصر ویلي:"امریکایانو سره مې جګړه کوله. اوه کاله وړاندې مې جګړه کې پښه پرې شوه."

افغانستان کې د امریکا او ملګرو یې نظامي ماموریت که څه هم د ترهګرۍ ځپلو لپاره و، خو باور دادی چې افغانستان کې د امریکا او ملګرو یې نظامي حضور په شرمېدونکي حال ختم شوی.

د نظامي چارو یوه شنوونکي سرور نیازي ویلي:"دا یوه استخباراتي جګړه وه. امریکا د دې جګړې په نتیجه کې هم په سیاسي او هم په نظامي برخه کې ماتې وکړه."

د اسلامي امارت یوه اعلامیه کې راغلي، چې د دوحې د سند له مخې کرار کرار افغانستان کې د امریکا پوځي حضور ختم شو.

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر د مطبوعاتو مسوول سعید خوستي ویلي:"د امریکایي اشغالګرو راتګ سره، هغوی ځینې کورني غلامان پر خلکو واکمن کړل – خلک یې له ستونزو سره مخامخ کړل او خلک یې په تېرو ۲۰ کلونو کې وکړول."

که څه هم اسلامي امارت وایي، چې امریکا په افغانستان کې ماتې کړې، خو د ناټو سرمُنشي په افغانستان کې د امریکا او ملګرو یې د نظامي حضور دفاع کوي.

د ناټو سرمُنشي ینس سټولټنبرګ ویلي:"د ناټو ټولو ملګرو توافق کړی و چې له امریکا ملاتړ لپاره به افغانستان ته ځي. موږ معلوم هدف درلود او هغه دا چې افغانستان د ترهګرو پټنځای نه‌شي، چې بیا موږ و نه ګواښي. موږ هغه هدف ته رسیدلي یوو، زموږ نظامي ماموریت بې‌ ګټې نه وو."

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱ مه القاعدې شبکې امریکا کې څلور الوتکې وتښتولې، چې دوه یې په نیویارک کې تجارتي مرکز او یوه یې د امریکا په دفاع وزارت وغورځوله  - هغه پېښه چې شاوخوا ۳۰۰۰ کسان په‌کې ووژل شول.

پر افغانستان د امریکا او ملګرو یې نظامي برید، د افغانستان تاریخ کې د تر ټولو اوږدې جګړې پیل و.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه