د کندوز سیمهییز چارواکي وایي، نن ماسپښین د خاناباد ولسوالۍ اړوندو کې یوه جامع جومات کې چاودنه شوې.
چارواکي وایي، چاودنه د جمعې د لمانځه پر مهال شوې.
د چارواکو په وینا پېښه شاوخوا یوه نیمه بجه هغه مهال وشوه، چې ځانمرګي بریدګر ځان پورې تړلو چاودېدونکو موادو ته د شیعه مذهبو اړوند جومات کې چاودنه ورکړه.
د چارواکو په وینا په پېښه کې لږ تر لږه ۴۳ کسان وژل شوي او ۱۴۰ نه زیات ټپیان دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیحالله مجاهد پر ټویټر لیکلي چې چاودنه د شیعه مذهبو جومات کې شوې.
په خواله رسنیو کې خپاره شوي ځینې تصویرونه ښيي، چې چاودنه کې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
تراوسه د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.