Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت یو پلاوی قطر ته تللی

د اسلامي امارت یو پلاوی، د افغانستان پر اوسني وضعیت د ځینو هېوادونو له استازو سره خبرو لپاره نن له کابله دوحې ته روان شوی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد وایي، چې دا پلاوی به د قطر او ځینو نورو هېوادونو له استازو سره وګوري.

د دې پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي کوي.

د مجاهد په وینا په دې پلاوي کې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه، د استخباراتو عمومي رییس ملا عبدالحق وثیق، د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي نورجلال، شهاب‌الدین دلاور او حاجي محمد ابراهیم هم دي.

 قطر ته د اسلامي امارت دا پلاوی داسې مهال تللی، چې د رویټرز خبري اژانس خپل یوه رپوټ کې، افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په حواله ویلي، چې په پام کې ده د اسلامي امارت ځینې استازي په یوه نړۍواله غونډه کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې دغه غونډه د اکتوبر په ۲۰ مه مسکو کې ترسره شي.

د اسلامي امارت یو پلاوی قطر ته تللی

ټاکل شوې د اسلامي امارت یو پلاوی له قطري او د ځینو نورو هېوادونو له چارواکو سره د افغانستان پر سیاسي وضعیت خبرې وکړي.

تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت یو پلاوی، د افغانستان پر اوسني وضعیت د ځینو هېوادونو له استازو سره خبرو لپاره نن له کابله دوحې ته روان شوی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد وایي، چې دا پلاوی به د قطر او ځینو نورو هېوادونو له استازو سره وګوري.

د دې پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي کوي.

د مجاهد په وینا په دې پلاوي کې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه، د استخباراتو عمومي رییس ملا عبدالحق وثیق، د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي نورجلال، شهاب‌الدین دلاور او حاجي محمد ابراهیم هم دي.

 قطر ته د اسلامي امارت دا پلاوی داسې مهال تللی، چې د رویټرز خبري اژانس خپل یوه رپوټ کې، افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په حواله ویلي، چې په پام کې ده د اسلامي امارت ځینې استازي په یوه نړۍواله غونډه کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې دغه غونډه د اکتوبر په ۲۰ مه مسکو کې ترسره شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه