Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دکندوز ځانمرګي برید قربانیان په ډله ییزه توګه خاورو ته وسپارل شول

د کندوز د تېرې ورځې د ځانمرګي برید ډېری قربانیان، نن (شنبې د تلې په ۱۷مه) په ډله ییزه توګه خاورو ته وسپارل شول.

رسمي شمېرې ښيي چې په دغې پېښه کې ۴۶ تنه وژل شوي او څه باندې ۱۴۳ تنه نور ټپيان شوي دي.

د جمعې په ورځ د کندوز ښار د سید اباد پر جومات د ځانمرګي برید مسوولیت داعش منلی دی.

دغه مرګوني ځانمرګي برید، په دغه ښار کې په لسګونه کورنۍ د ویر په ټغر کېنولې.

فرید د هغو قربانیانو له خپلوانو دی چې د خپلې کورنۍ څلور غړي یې په دغه برید کې له لاسه ورکړي دي هغه وايي:«د یوې کورنۍ څلور غړي شهیدان شوي دي.» 

بریالی د دغه برید د یوه بل قرباني له خپلوانو دی هغه هم څرګندوي:«د تېرې ورځې په برید کې څه باندې ۱۰۰ تنه وژل شوي او ټپيان شوی دي. زما د تره زوی هم وژل شوی دی.»

بلخوا په کندوز ځينې شیعه عالمان، د وژل کابو ۱۲۰ تنه او د ټپيانو شمېر هم ۱۶۰ تنه ښيي.

د دین عالم امام رضوي وايي:«زموږ د شمېرو پر بنسټ، کابو ۱۲۰ تنه شهیدان شوي او کابو ۱۶۰ تنه ټپيان شوي دي.»

د قربیانو کورنۍ وايي چې د امنیتي وضعیت د ښه والي تمه لري او نور نه غواړي چې د خپلو عزیزانو د وژلو شاهدان واوسي.

په کندوز ځينې شیعه عالمان، د وژل کابو ۱۲۰ تنه او د ټپيانو شمېر هم ۱۶۰ تنه ښيي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه