Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دوحه کې د امریکايي او اسلامي امارت چارواکو لیدنه

له افغانستانه د امریکې له وتلو وروسته، د لومړي ځل لپاره امریکايي او د اسلامي امارت چارواکو په دوحه کې سره لیدلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په دغې لیدنه کې د کابل او واشنګټن د اړیکو، د دوحې هوکړه لیک، د افغانستان هوايي حریم ته د درناوي او نورو مسایلو په هکله بحث او خبرې اترې کړې دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال وايي، قطر ته د تللي پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست پر غاړه ده.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي:«په پلاوي کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ملا خیرالله خیرخوا، د استخباراتو عمومي رییس ملا عبدالحق وثیق، د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوی نورجلال، شیخ شهاب الدین دلاور او حاجي محمد ابراهیم شامل دي.»

د رویټرز د رپوټ پر بنسټ، د امریکايي پلاوي مشري د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت او د امریکا د پراختیایي ادارې استازي پر غاړه لري؛ خو په دې لیدنه کې زلمی خلیلزاد حضور نه لري. 

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ټول ګډونه حکومت جوړېدل او له افغانستانه د امریکاييانو او نورو سیمه ییز همکارانو وتل د دغې لیدنې له اصلي بحثونو دي.
 
د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس څرګندوي:«دغه لیدنه د رسمیت پېژندلو او مشروعیت ورکړې په اړه نه ده. موږ پر طالبانو فشار راوړو؛ چې د ښځو او نجونو په ګډون د ټول افغان ولس حقونو ته درناوی وکړي او همداراز یو ټول ګډونه حکومت جوړ کړي. امریکا غواړي پر طالبانو فشار راوړي؛ چې مرستندویه بنسټونو ته د دې موکه برابره کړي چې، اړمنو ته مرستې ورسوي.»

د سیاسي چارو شنوونکی طارق فرهادي وايي:«د هغه پلاوي سفر چې له کابله قطر ته تللی دی ډېر مهم او مثبت دی، ځکه چې امریکایان غواړي چې د ژمې له رارسېدو سره له افغانستان سره بشرپالې مرستې پیل کړي او دا همغږۍ ته اړتیا لري. په دې ځای کې د ډېرو نورو مسایلو په هکله هم بحث کېږي.»

د پوهنتون استاد ډاکټر فیض الله جلال هم څرګندوي:«د بحث وړ مسایلو په سر کې نه یوازې د یوه امریکايي ازادول دي او همدارنګه د ځينو هغو کسانو ژغورنه ده چې له امریکایانو سره یې کار کړی او همدارنګه د یوه پراخه او پا قاعده برابر د یوه حکومت رامنځته کول دي.»

له بل لوري ځینې سرچینې طلوع نیوز ته وايي، د دغې لیدنې اصلي محور په افغانستان کې د یوه ټول ګډونه حکومت جوړېدل دي او په وینا یې ښايي له دغې لیدنې وروسته ځينې سرپرست وزیران له خپلو دندو ګوښه شي.

د افغانستان ملي کنګرې رییس عبداللطیف پدرام وویل:«فکر کوم چې د دوحې د مذاکراتو پ هکله چې یو څیز په هغه ترتیب کې نابشپړه پاتې دی او اجرايي شوی نه دی شونې ده دوی پرې خبرې اترې وکړي. چې تا تر اوسه مشخصه نه ده چې کوم موضوعګانې دي.»

له دې سره سم، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله د یوه دوه ورځني سفر په موخه پاکستان ته تللې او په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت د جوړېدو په برخه کې له پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې کړې دي.

له افغانستانه د امریکايي نظامیانو له وتو وروسته د اسلامي امارت او امریکايي چارواکو تر منځ لومړۍ دوه ورځنۍ لیدنه د قطر په دوحې کې پیل شوه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه