Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان یوازیني سپورټي ټلوېزیون خپل فعالیت ودراوه

د ۳سپورټ شبکې، د افغانستان یوازیني سپورټي ټلوېزیون له کابو یوې لسیزې سپورټي خپرونو وروسته، خپل فعالیت ودراوه.

د دغه ټلوېزیون رییس شفیق الله سلیم پویا، د دغې رسنۍ د فعالیت درېدو لامل د محدویتونو لګېدل او اقتصادي ستونزې ګڼي.
 
ښاغلي پویا په دې هکله وویل:«د درې شبکې د تړلو اصلي لامل، د رسنیو په هکله ځينې محدویتونه او نورې ستونزې دي چې د ټولو رسنیو او د رسنیو د کورنۍ په ځانګړې توګه د ۳ شکبې په وړاندې دي.»

نوموړی زیاتوي، له نږدې یوې لسیزې راهیسې یې په افغانستان کې د سپورټ د ودې لپاره د پام وړ کار کړی دی:«کله چې یو خبریال د اطلاعاتو د راغونډولو او د هغه د انعکاس لپاره یوې سیمې ته ځي، له شک پرته چې له محدویتونو سره مخ کېږي.»

د ورکړ شویو معلوماتو پر بنسټ، له دوو میاشتو راهیسې په افغانستان کې څه باندې ۱۵۰ بېلابېلې رسنۍ تړل شوې دي. د دغه وضعیت دوام د رسنیو ملاتړي بنسټونه هم اندېښمن کړي دي.

د خبریالانو ملي ټولنې مسوول مسرور لطفي څرګندوي:«په افغانستان کې د محدویتونو لګېدل او اقتصادي ستونزې په دغه هېواد کې د رسنیو د ټولنې د وضعیت د خرابېدو لامل شوی دی.»

د دغه ټلوېزیون پخوانی خبریال ذبیح الله شهزاد وايي هیله من دی چې دغه شبکه خپل فعالیت بېرته له سره پیل کړي ځکه چې خلک سپورټي موضوعګانو ته اړتیا لري:«تاسې پوهېږئ چې د افغانستان خلک شدیداً سپورټ او سپورټي موضوعګانو او د سپورټي لوبو لیدو ته اړتیا لري.»

رسنیز فعالین او د رسنیو د ملاتړي بنسټونه وايي، که چېرې د رسنیو اوسني وضعیت ته پام ونه شي؛ نو په راتلونکو ورځو کې به ځینې نورې رسنۍ هم خپل فعالیتونه ودروي.

د ۳سپورټ شبکې مسوول وايي چې، د دغې ټلوېزیوني شبکې د دروازې په تړل کېدو سره یې ټول کارکوونکي بېکاره شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه