Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اکټوبر۱۰له افغان مېرمنو سره د نړۍ مېرمنو د پیوستون ورځ ونومول شوه

په هېواد کې له وروستیو تحولاتو وروسته او هغه څه چې، پر افغان ښځو د محدودیتونو لګول کېدل ګڼل کېږي د اکټوبر لسمه له افغان مېرمنو سره د څه باندې ۱۰۰ هېوادونو د مېرمنو د پیوستون د ورځې په نامه ونومول شوه او ټاکل شوې یادې ښځې په ټوله نړۍ کې د افغان مېرمنو له حقونو د ملاتړ په پار لاریونونه هم وکړي.

له دې سره هم مهاله د ښځو د حقونو مدافعانې، مدني فعالان او په کابل کې مېرمنو په همدې هکله په یوې غونډه کې له حکومته غواړي چې ښځو ته د زده کړو، کار او سیاسي ګډون حق ورکړي.

دوی ټيڼګار کوي تر هغې چې په نوي حکومت کې یې ونډه معلومه نه شي له خپلو عدالت غوښتنو به په شا نه شي.

ښایسته صفي چې، تر وروستیو تحولاتو مخکې د حکومت په یوې ادارې کې کار کاوه؛ خو له دوو میاشتو راهیسې بېکاره ده.

دا د افغان ښځو له راتلونکې اندېښمنه ده او له اړوندو مسوولینو غواړي چې، په حکومت کې ښځو ته ونډه ورکړي.

د چارو ادارې پخوانۍ کارکوونکې ښایسته صفي وايي:«زه یوه له هغو مېرمنو یو چې خپله دنده مې له لاسه ورکړې ده. که چېرې اسلامي امارت په حکومت کې ښځو ته ونډه ورنه کړي حکومت به یې دوام ونه کړي.»

د ښځو د حقونو دفاع کوونکې زهره امیري چې په دغې غونډه کې وینا کوله وویل:«ښځې تل له خپلو حقونو بې برخې دي او حق یې نه دی ورکړل شوی اوس د حکومت له سقوط سره په ټول کې ښځې په کور کېناستې.»

دغه ښځې له اوسني حکومته غواړي چې، په حکومت کې ښځو ته باید ونډه ورکړي او ژر تر ژره د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي او همداراز د خلکو د امنیت ساتنې لپاره جدي کار وکړي.

سیاسي فعاله خدیجه امیري څرګندوي:«طالبان تل وايي چې ښځو ته د کار، زده کړې او سیاسي ګډون حق ورکوو، اوس دې په عمل کې وښيي.»

تر دې مخکې اسلامي امارت په وار وار ویلي چې، افغان نجونو او ښځو ته به د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د زده کړو او کار حقونه ورکړل شي.

د اکټوبر لسمه نېټه له نړۍ د څه باندې سلو هېوادونو له خوا له افغان مېرمنو سره د نړۍ د مېرمنو د پيوستون په ورځ ونومول شوه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه