Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت:له داعش سره مبارزه کې د امریکا مرستې ته اړتیا نه لرو

اسلامي امارت وايي چې له داعش سره په مبارزه کې د امریکې مرستې ته اړتیا نه لرو او په یوازې د دې وس لرو چې له داعش سره مبارزه وکړو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال وايي چې داعش د افغانستان لپاره ګواښ نه دی او دوی د دغې ډلې پر وړاندې د مبارزې وس لري.

ذبیح اله مجاهد زیاتوي، د هېواد په بېلابېلو برخو کې د داعش د جرړو د له منځه وړلو لپاره عملیات روان دي:«داعش مزاحمت دی، ګواښ نه دی، مخه یې نیول کېږي. ډېری دغه داعشیان ځپل شوي دي او ډېرې مهم پټن ځایونه یې پیدا شوي او موږ د هغوی په لټه کې یوو.»

ورته مهال د طلوع نیوز موندنې ښیي چې په افغانستان کې د نوي حکومت له رامنځته کېدو سره، د هېواد په پنځو ولایتونو کې ۱۷ چاودنې شوې دي او د ډېریو دغو چاودنو مسوولیت داعش منلی دی.

د تېر حکومت له رانسکورېدو وروسته، درې چاودنې په کابل، ۱۱ چاودنې په ننګرهار، یوه چاودنه په پروان، یوه چاودنه په کونړ او وروستی برید هم په کندوز کې ترسره شوی چې د ډېریو دغو بریدونو مسوولیت داعش پر غاړه اخیستی او یا هم اسلامي امارت یاد بریدونه د داعش کار بللی دی.

طلوع نیوز موندلې چې، په دې چاودنو کې شاوخوا ۶۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ډېری یې ولسي وګړي دي.

د طلوع نیوز د موندنو پر بنسټ په دې چاودنو کې د اسلامي امارت ۱۱ سرتېري هم ټپیان شوي دي.

اسلامي امارت ویلي، په دې موده کې د دوی په بېلابېلو عملیاتو کې ۱۰ داعشیان هم وژل شوي او ۱۶ نور یې نیول شوي دي.

د پوهنتون استاد مهدي افضلي څرګندوي:«که چېرې وضعیت په دا ډول دوام پيدا کړي، له بده مرغه پیاوړي به شي او په افغانستان کې به سیمه ییزې او نړۍوالۍ سیالۍ دوام پیدا کړي.»

له دې سره هم مهاله، ځینې سیاستوال وايي، که چېرې د داعش ګواښ جدي ونه ګڼل شي؛ نو دغه ډله به لاپسې غښتلې شي.

د افغانستان د ملي پیوستون نهضت مشر اسحاق ګیلاني څرګندوي:«نړۍ باید د افغانستان له اوسني حکومت سره لاس ورکړي، له هغې پرته زموږ وضعیت به له سوریې هم خراب شي.»

خو اسلامي امارت له کومې کړنلارې سره د داعش پر وړاندې مبارزه کوي؟

پخوانی پوځي سرور نیازی په دې هکله وايي:«په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو مخنیوی به تر یوه بریده ستونزمن وي، په ځانګړې توګه د طالبانو نوي حکومت ته.»

دا په داسې حال کې ده چې، تر دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ څوکۍ لپاره د هېواد د بهرنیو چارو وزارت له لوري نوماند سهیل شاهین ویلي چې، د داعش پر وړاندې د مبارزې په برخه کې به له امریکا سره همکاري ونه کړي؛ ځکه دوی په یوازې سره د داعش پر وړاندې د مبارزې وس لري.

د طلوع نیوز د موندنو پر بنسټ، د تېر حکومت له رانسکورېدو وروسته، داعش د افغانستان په پنځو ولایتونو کې ۱۷ بریدونه کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه