د جرمونو نړۍوال دیوان د ملګرو ملتونو سازمان له سرمنشي غوښتي دي چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو د څېړنې په پار تر راتلوونکې یوې میاشتې په ملګرو ملتونو سازمان کې د دغه هېواد رسمي استازی دې مشخص کړي.
د جرمونو نړۍوال دیوان څارنوالانو ویلي دي چې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د څېړنې د بیا پيل په هکله تر هغې پرېکړه نه شي کولای چې په نړۍوالو بنسټونو کې د دغه هېواد رسمي استازي روښانه نه شي.
د جنګي جرمنو د نړيوالې محکمې څارونوالانو د ملګرو ملتونو له سرمنشي آنټونیو ګوټرش او د دغه بنسټ له نړۍوال دیوان نه غوښتي دي چې تر راتلوونکې میاشتې دا څرګنده کړي چې کومه ډله د نړۍوالو حقونو له پلوه په رسمي توګه پر افغانسان حکومت کوي.
ج
له دې سره هم مهاله ځينې حقوق پوهان د جنګي جنایتونو څېړنه او د هغه د عاملانو په سزا رسول په هېواد کې د جنګي جنایتونو د کښمت لپاره مهم ګڼي.
حقوقپوه سبحان مصباح په دې هکله وايي:«په افغانستان کې نه یوازې بهرنیانو بلکې په خپله افغانانو هم جنګي جنایتونه کړي دي. او دغه جرمونه لا هم دوام لري. پر دې بنسټ د جرمونو نړۍواله محکمه لازمه ده چې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو ستونزې ډېر ژر حل او فضل کړي.»
دغه پرېکړه د افغانستان د وضعیت په تړاو د څېړنو د بېرته پېلېدو لپاره د جرمونو د دیوان د یوه څارنوال په غوښتنه شوې ده. تر دې وړاندې د دغې محکمې څارنوال کریم خان غوښتنه کړې وه چې د څېړنو کار دوام ولري او ویلي یې و چې د دې خبرې اړتیا نشته چې پر افغانستان څوک واکمن دي.
د مدني ټولنې فعاله مریم آروین په دې هکله څرګندوي:«لکه څرنګه چې پوهېږئ تراوسه په افغانستان کې جنګي جنایتونه هېڅ نه دي څېړل شوي. او دا په خپله په افغانستان کې د دا ډول جنایتونو د کچې د لوړېدو لامل شوی دی.»
په افغانستان کې جګړې د ډېرو ژوند اخیستی او ځینو کورنیو یې تریخ خوند څکلی دی. په دې جګړې کې جنګي جنایتونه هم شوي دي.
اسماعیل په هملند کې پر خپل کور د هاوان د ګولۍ د لګېدو له امله خپل ورور او پلار له لاسه ورکړي دي. نوموړی چې دا کار جنګي جنایت بولي، وایي چې د شپږو کلونو په تېرېدو سره تر اوسه د هغوی دوسیې نه دي څېړل شوې.
د وژل شویو کسانو خپلوان اسماعیل وویل:«زموږ په کور د هاوان مرمۍ ولګېده، دوه کاله کېږي چې دلته کابل ته د عدالت غوښتنې لپاره راغلی یم، تېر حکومت ته هم ولاړم زما کار ونه شو، د طالبانو په دولت کې هم زما کار ونه شو.»
تېرکال د لاهې په محکمه کې د جرمونو د نړۍوال دیوان قاضیانو په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو او د جګړو د نورو ښکېلوغاړو له لوري د جنګي جنایتونو د پېلېدو اجازه ورکړه. د دغه دیوان د فرمان له مخې د امریکایي ځواکونو او د افغانستان په جګړه کې د ښکېلو لورو کړنې به د هغوی د فعالیت له پیله وڅېړل شي.
په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د څارنې لپاره یو ځانګړی څارونکی ټاکلی دی او ټاکل شوې ده چې د راتلونکي زیږدیز کال له لومړیو خپل کار پېل کړي.
په دې اړه مو اندونه