Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې پر رواني ناروغۍ د اخته کسانو کچه پنځه سلنه لوړه شوې

د رواني روغتیا د نړۍوالۍ ورځې له رارسېدو سره هم مهاله، هرات کې د روغتیا د برخې مسوولان په دغه ولایت کې د رواني ناروغانو له پنځه سلنې زیاتوالي خبر ورکوي.

د هرات د حوزه يي روغتون د رواني روغتیا څانګې د معلوماتو له مخې، د تېر کال پر تله د رواني ناروغانو په کچه کې ۵ سلنه ډېروالی راغلی دی.

د هغوی په وینا کورنۍ زور زیاتۍ، د زده کړو له دوامه د نجونو محرومېدل او نورې اقتصادي ستونزې په هرات کې د رواني ناروغانو په شمېر د ډېروالي لاملونه ګڼل کېږي.

د هرات د حوزوي روغتون د رواني برخې مسوول وحید نورزاد وايي:«سږکال زموږ شمېرې پنځه سلنه زیاتوالی ښيي. له بده مرغه ۷۵ سلنه ناروغان چې مراجعه کوي مېرمنې دي. د دې لپاره چې د ښځو او نجونو اړیکې محدودې شوې دي، هغوی له رواني ننګونو سره مخامخ شوې دي.»

۱۷ کلنه هستي د یولسم ټولګي زده کوونکې ده. هغه د زده کړو د دوامه له محرومېدو سره سم پر رواني ناروغۍ اخته شوې ده.
دغه نجلۍ اوس د درملنې لپاره د هرات حوزه يي روغتون د رواني روغتیا څانګې ته راوړل شوې ده.

هغې وویل:«د ښوونځيو ټړل کېدو زه زښته زیاته وځورولم. که چېرې ښوونځی پرانیستل نه شي، زما یولس کلن زحمتونه به څه شي؟»

کورني تاوتریخوالی، پرښځو او نجونو د محدودیتونو لګول او اقتصادي ستونزې د دغې ناروغۍ له اصلي لاملونو دي.

ارواپوه هستي خرسند وايي:«کله چې ناورغان احساس کوي چې پر رواني ناروغۍ اخته شوي دي او غیر ارادي حرکتونه لري، ژر تر ژره دې ارواپوه او یا ډاکټر ته مراجعه وکړي. هر څومره چې ژر مراجعه وکړي د ناروغۍ درملنه ژر کېږي. خو که چېرې په ځنډ سره مراجعه وکړي درمنله یې ستونزمنه کېږي.»

د ویلو ده چې، په ورځ کې په منځنۍ کچه څه باندې ۲۵۰ کسان چې پر رواني ناروغیو اخته دي د هرات حوزه يي روغتون د رواني روغتیا څانګې ته مراجعه کوي. اړوند ډاکټران وايي، د بېکارۍ ډېروالی او راتلونکي ته ناهیلي به د رواني ناروغانو د شمېر د لوړېدو لامل شي.

د ډاکټرانو په وینا کورنۍ زور زیاتۍ، د زده کړو له دوامه د نجونو محرومېدل او نورې اقتصادي ستونزې په هرات کې د رواني ناروغانو په شمېر د ډېروالي لاملونه ګڼل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه