Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ بیا پېلېږي

د احصایې او معلوماتو د ادارې چارواکي وایي ټاکل شوې ده چې د روانې اوونۍ په چهار شنبه به په هېواد کې د بریښنایي تذکرو د وېش بهیر بیا پېل شي.

د دغه بنسټ چارواکي وايي ټاکل شوې ده چې په لومړي سر کې ۳۰ زره چاپ شوې تذکرې پر خلکو ووېشل شي.
 
د احصایې او معلوماتو د ټکنالوژۍ د برخې مسوول یوسف احدي وویل:«۳۰ زره برېښنايي پېژندپاڼې چاپ شوې دي او وېش ته چمتو دي. د چهارشنبې په ورځ دغه بهیر په ټولو مرکزونو کې پيلېږي.»

شبیر احمد چې د کابل اوسېدونکی دی او د خپل ناروغ د درملنې لپاره اړ دی چې له هېواد نه بهر ته ولاړ شي، خو د برېښنایي تذکرې د نشتوالي له امله نه دی توانېدلی چې پاسپورټ واخلي.
 
نوموړی زیاتوي:«زه په خپله برېښنايي پېژندپاڼې ته جدي ضرورت لرم او هېڅوک له هوسه بهر ته نه ځي، بلکې ناروغان لري یا هم اړ دي چې ځي. کله چې پېژندپاڼه نه وي، پاسپورټ هم نه ورکوي.»

تر دې وړاندې د اسلامي امارت کابینې اعلان کړی و چې د روانې اوونۍ په پېل کې به د برېښنایي تذکرو د نوملیکنې او وېش مرکزونه بېرته پرانستل شي.
  
د کابل اوسېدونکی حسام الدین څرګندوي:«په لومړي ګام کې باید د برېښنايي پېژندپاڼو مرکزونه پرانیستل شي، خو د پاسپورټ ریاست پرانیستل شوی او د برېښنايي پېژندپاڼو مرکزونه تړلي دي. موږ سل ستونزې لرو چې هرڅه په دغو پېژندپاڼو پورې تړلي دي. چې تراوسه مو نه دي اخیستي.»

د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې د شمېرو له مخې په هېواد کې د برېښنایي تذکرو د وېش ۱۰۴ مرکزونه شته چې له دې منځه ۲۵ یې په کابل کې فعالیت لري او تر اوسه ۶ مېلیون تنو برېښنایي تذکرې تر لاسه کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه