Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د نجلۍ نړۍواله ورځ؛ د نجونو د زده کړو په هکله اندېښنې

د اکټوبر ۱۱مه د نجلۍ نړۍواله ورځ په داسې حال کې رارسېږي چې د ماشومانو د حقونو ملاتړ بنسټونه په افغانستان کې د نجونو وضعیت د اندېښنې وړ ګڼي.

دغه بنسټونه ټینګار کوي که چېرې په افغانستان کې د نجونو ښوونځي پرانیستل نه شي، کابو دوه مېلیونه نجونې به د زده کړو له حقه محرومې شي.

له ماشومانو د ملاتړ نړۍوال بنسټونه وايي چې په افغانستان کې نجونې روغتیايي خدمتونو ته پر نه لاسرسي سربېره د زده کړو له حقه هم بې برخې شوې دي.
 
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق مسوول سلام الجنبي څرګندوي:«یونېسف د افغانستان د ښځو او نجونو ملاتړ ته دوام ورکوي او باید نجونې خپلو حقونو په تېره بیا د زده کړو، کار او روغتیایي خدمتونو حق ته لاسرسي ولري، او دا افغانستان ته ډېره مهمه ده.»

د ماشومانو د ملاتړ بنسټونو د شمېرو له مخې څه باندې ۵۰ سلنه ماشومې نجونې د بې وزلۍ له امله پر درنو کارونو بوختې دي او ډېری یې ان لومړنیو زده کړو ته لاسرسی نه لري.
 
د ماشومانو د ملاتړ صندوق مسووله زرقا یفتلي وايي:«اوس مهال په افغانستان کې نجونې په بد وضعیت کې دي. د زده کړو او کار حق نه لري او که چېرې دغه وضعیت دوام وکړي، په هېواد کې د نجونو راتلوونکی ناڅرګند دی.»

بل خوا د امریکا کانګرس ټينګار کوي چې زده کړو ته د نجونو لاسرسی د افغانستان لپاره مهم ګڼي.
 
د امریکا د کانګرس مشره نانسی پلوسي هم څرګندوي:«موږ به افغانې ښځې او نجونې هېرې نه کړو او له هغوی به زموږ ملاتړ دوام ولري، افغان نجونو د ناټو په ملاتړ زده کړې او تحصیل کړی دی او نه پرېږدي چې دا هرڅه له منځه ولاړ شي.»

د اکتوبر یوولسمه د ملګرو ملتونو له لوري د نجلۍ د نړۍوالې ورځې په نوم نومول شوې ده او د دغه ګام موخه زده کړو، تغدیې او روغتیایي خدمتونو ته د نجونو د لاسرسي او له تاوتریخوالي، دوه ګوني چلن او اجباري ودونو سره د مبارزې لپاره هڅه بلل شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه