د بهرنیو چارو وزارت سر پرست امیرخان متقي بېګاه په دوحه کې وویل، چې اسلامي امارت د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د ښو اړیکو پیغام رسولی او په دې سره یې نړۍوالې ټولنې سره د اړیکو نوی باب پرانیستی.
متقي چې په قطر کې یې د شخړو او بشري مطالعاتو مرکز کې خبرې کولې ویې ویل، چې افغانستان د نړۍ له هېوادونو تمه لري چې کورنۍ چارو کې یې لاسوهنه و نهکړي.
متقي ویلي: "افغانستان نړۍ ته د ښو اړیکو پیغام رسولی. موږ نه غواړو چې د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړو او له نورو هېوادونو هم، دا تمه لرو چې زموږ کورنیو چارو کې لاسوهنه و نهکړي. "
متقي د افغانستان موقعیت ته په اشاره ویلي، چې اسلامي امارت هڅه کوي د موقعیت له ظرفیته ګټه واخلي.
امیرخان متقي زیاته کړې: "اسلامي امارت دا نیت لري چې افغانستان په سیمه کې د اقتصادي انقلاب برخه شي."
امیرخان متقي او ورسره مل پلاوی یې د تېرو څلورو ورځو راهیسې په دوحه کې دي او د تېرې شنبې او یکشنبې پر ورځو یې امریکایي چارواکو سره خبرې کړي.
امیرخان متقي په بېګانۍ خبرو کې دا هم ویلي چې د اسلامي امارت او طالبانو ترمنځ د دوحې لاسلیک شوی سند دې په بشپړه توګه عملي شي، چې د دواړو غاړو ترمنځ موجودې ستونزې هوارې شي.
په پام کې ده چې د اسلامي امارت دا پلاوی د اروپايي ټولنې له استازو سره هم وګوري.
په دې اړه مو اندونه