Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'نړۍواله ټولنه د افغانستان خلکو ته باید نغدي مرستې برابرې کړي'

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټرش له نړۍوالې ټولنې غواړي چې افغانستان ته د نغدو پیسو د لېږد لارې وپلټي ترڅو د دغه هېواد د بشپړ اقتصادي پرځېدو مخنیوی وشي.

د ښاغلي ګوټرش په وینا، بشري کړکېچ د افغانستان نیم نفوس اغېزمن کړی دی او د بشپړ سقوط د مخنیوي لپاره باید نغدې پیسې په مستقیمه توګه اړمنو کسانو ته ورسېږي.

هغه وايي:«دغه کړکېچ کابو ۱۸ مېلیونه خلک اغېزمن کوي؛ د هېواد نیم نفوس.»

ښاغلی ګوټرش زیاتوي:«موږ باید د داسې شرایطو د رامنځته کېدو لارې ولټوو چې افغان متخصصینو او ملکي کارکونکو ته اجازه ورکړل شي چې د افغانستان خلکو ته د خدمت لپاره کار ته دوام ورکړي. زه له نړۍ څخه غواړم چې د اقتصاد د ماتېدو د مخنیوي لپاره لاس په کار او د افغانستان اقتصاد ته نغدې پیسې ور تزریق کړي.»

بلخوا ټاکل شوې ده، د سپټمبر په ۲۱مه مسکو د افغانستان په تړاو د یوې غونډې کوربه وي. د روسیې د بهرنیوچارو وزیر وایي چې له افغانستان سره بشرپاله مرستې به د دغې غونډې یوه موضوع وي.
    
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاورف زیاته کړه:«موږ غواړو د بشر پالو مرستو په تړاو په مسکو کې له یو شمېر نورو هېوادونو سره خبرې وکړو او د ملګرو ملتونو تر نظر لاندې افغانستان ته د بشردوستانه مرستو د رسولو لپاره یو کنفرانس جوړکړو.»

ورته مهال اروپايي ټولنه وایي چې له افغانستان سره د دې ټولنې مرستې په دغه هېواد کې د بشري ناورین مخه نه شي نیولی.
 
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بورل څرګندوي:«هو، موږ تر دې وړاندې خپلې بشرپاله مرستې زیاتې کړې دي، خو دا مرستې کافي نه دي او د قحطۍ او بشري کړکېچ مخه نه شي نیولای. دا سخته ده چې موږ ستونزه د بشري مرستو په رسولو او هغو مرستو سره چې له خلکو راټولېږي،جبران کړو.»

په افغانستان کې د اقتصادي کړکېچ په تړاو دا اندېښنې په داسې حال کې څرګندېږي چې د پخواني حکومت تر سقوط وروسته امریکا د افغانستان پيسې کنګل کړې چې اسلامي امارت دا مسله په افغانستان کې د اقتصادي کړکېچ لامل ګڼي.

د ملګري ملتونه هم وایي چې نړۍواله ټولنه باید د نغدو مرستو په کولو سره د افغانستان د اقتصاد د ماتېدو مخه ونیسي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه