Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اروپايي ټولنې افغانستان سره خپلې مرستې یومېلیارد یورو ته لوړې کړې

اروپايي ټولنې نن (سې شنبې د تلې په ۲۰مه) اعلان وکړ چې دغه ټولنه د مخکینو ژمنه شویو مرستو سربېره، افغانستان او د افغانستان کاونډیو هېوادونو ته د ۷۰۰ مېلیونه یورو په ارزښت د مرستو زمینه برابروي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې اروپايي ټولنې اعلان کړی و چې له افغانستان سره ۳۰۰ مېلیونه یورو مرسته کوي.

د اروپايي ټولنې مرستې په افغانستان کې له بې وزلۍ او اقتصادي ستونزو سره د مبارزې لپاره د نړۍوالې ټولنې د هڅو د یوې برخې په توګه، یو مېلیارد یورو ته رسېږي.

د اروپا د کمېسیون رییس ورزولا فون ډرلاین، د بیسټ ډلې د غونډې په درشل کې چې نن د افغانستان په هکله جوړېږي ویلي دي چې دغه مرستې په افغانستان کې د ټولنیز - اقتصادي وضعیت د پرځېدو د مخنیوي په پار ژمنه شوې دي.

ډرلاین په یوې بیانیه کې ویلي دي:«موږ هر څه چې په وس کې ولرو باید ترسره یې کړو، چې په افغانستان کې د بشري کړکېچ د رامنځته کېدو، ټولنیز او اقتصادي پرځېدو مخنیوی وشي.» 

د اروپا کمېسیون ویلي دي چې اسلامي امارت باید د اروپايي ټولنې پنځه شرطونه پوره کړي چې له افغانستان سره د دغې ټولنې مرستې دوام وکړي.  

دا په داسې حال کې ده چې د شل ډلې نن د افغانستان په هکله یوه غونډه جوړه کړه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه