Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عمران خان: نړۍواله ټولنه دې پر اسلامي امارت بندیزونه کم کړي

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان له نړۍوالې ټولنې غواړي چې پر اسلامي امارت بندیزونه دې کم کړي او له طالبانو سره دې تعامل وکړي.

ښاغلی خان وايي که چېرې له طالبانو سره جوړجاړۍ ونه شي شونې ده افغانستان تېرو شلو کلونو ته ستون شي.

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان خبرداری ورکوي که چرې پر اسلامي امارت لګول شوي بندیزونه لېرې نه کړای شي، شونې ده چې افغانستان د نوي یمې لسیزې حالت ته ستون شي.
   
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په دې هکله وايي:«دا ډېر یو مهم ټکی دی چې نړۍ باید له افغانستان سره تعامل وکړي، کنه د دې وضعیت په دوام سره به طالبان دوه زرو لومړي کال یعنې شل کاله وړاندې وخت ته ستون شي»

د پاکستان لومړی وزیر طالبان په افغانستان کې د داعش د ماتې وسیله ګڼي او زیاتوي چې طالبانو له نړۍوالې ټولنې سره ژمنه کړې ده چې په افغانستان کې بشري حقونو ته درناوی کوي او له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کوي.
  
ښاغلی خان زیاتوي:«باور ورکړئ چې طالبان په افغانستان کې د داعش د له منځه وړلو لپاره ترټولو ښه وسیله ده.»

د پاکستان لومړي وزیر په ځلونو له نړۍوالې ټولنې غوښتي دي چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني، خو د نړیوالو اړیکو یو شمېر کارپوهان دا کار د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بولي.
 
د نړیوالو اړیکو کارپوه محمد خان اندړ وویل:«دا د اندېښنې ځای دی چې پاکستان د افغان حکومت پر ځای د رسمیت پېژندلو ټينګار لري، نړۍواله ټولنه باید په خپله د افغانستان د وضعیت څارونې وي.»
   
د سیاسي چارو شنونکی سید حکیم کمال هم څرګندوي:«پاکستان د خپلو ګټو په پار د طالبانو د رسمیت پېژندلو خبره کوي ځکه چې په افغانستان کې د ټولو بدبختیو اصلي لامل دی او اوس هم د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي.»

خو اسلامي امارت د افغانستان له ګاونډيو هېوادونو غواړي چې د نوي حکومت د په رسمیت پېژندلو لپاره هڅې وکړي.
    
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتوري کمېسیون غړی نور محمد متوکل وايي:«ټول باید د افغانستان حکومت وپېژني، ګاونډي هېوادونه باید د پاکستان په څېر د افغانستان د نوي حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره هڅې وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې نړۍوالې ټولنې په ځلونو ټينګار کړی دی چې اسلامي امارت باید د ځان د په رسمیت پېژندلو لپاره د بشري حقونو او د ښځو حقونو درناوی وکړي او ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره به د ترهګریزو فعالیتونو لپاره نه کارول کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه