Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بولټن څرګندونو په هکله د کورنیو چارو زوارت غبرګون

د کورنیو چارو وزارت د امریکا متحده ایالاتونو د ملي امنیت پخواني سلاکار د څرګندونو په غبرګون کې وایي چې، د افغانستان له خاورې به د نړۍ هېڅ هېواد په ضد کار وانه خیستل شي.

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار د د- هیل نشریې په یوې مقاله کې د افغانستان پر وړاندې د دغه هېواد پر سیاست نیوکه کړې ده.
 او لیکلي یې دي چې له افغانستانه د امریکا د وتلو پایلې لا پای ته نه دي رسېدلي او نړۍواله ترهګري لاهم هغوی ځوروي.

بل خوا د کورنیو چارو وزارت افغانستان د نړۍ نورو هېوادونو ته ګواښ نه ګڼي او په افغانستان کې د امریکا پر وړاندې د ترهګرۍ د جرړو د شتوالي په تړاو د دغه هېواد اندېښنې ناسمې ګڼي.
                      
د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستی زیاتوي:«د افغانستان خاوره د هېچا پر ضد نه استفاده کېږي او همدارنګه نور هېوادونه هم د افغانستان په چارو کې لاسوهنه نه کوي او اسلامي امارت پر خپلو ژمنو ولاړ دی.»

ښاغلي ټينګار کړی دی چې چې د امریکا په راتلوونکو ټاکنو کې، بایډن باید له افغانستانه د وتلو په هکله توضیح وکړي.

د نوموړي په وینا د امریکا وروستیو دریو ولسمشرانو د افغانستان پر وړاندې څرګند سیاست نه درلود. ده ټينګار کړی دی چې له افغانستانه د امریکا د وتلو پایلې لا پای ته نه دي رسیدلي او په دغه هېواد کې د ترهګرۍ بد بوی لاهم دوی ځوروي.

د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن څرګندوي:«ممکنه ده موږ افغانستان پرېښی وي، خو دغه هېواد موږ نه یو پرېښي، او ترهګرو موږ نه یوو پرېښي. له افغانستانه د وتلو پایلې لا پای ته نه دي رسېدلي او د هغه ځای پېښې او د ترهګرۍ بد بوی لاهم موږ ځوروي.»

ښاغلي بولټن چې یو سیاسي بنسټ جوړ کړی او له هغو کاندیدانو ملاتړ کوي چې د امریکا پر پیاوړي بهرني سیاست باور لري، زیاته کړې ده چې جوبایډن د افغانستان د بې پایه جګړې د ختمولو له امله د امریکا راتلونکې ټاکنې نه شي ګټلی.

بولټن لیکلي:«جوبایډن د ۲۰۲۲ یا ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې په بریاليتوب سره ګام نه شي اخېستلی. له دې امله چې یوه بې پایه جګړې یې ختمه کړې، په مقابل کې یې باید سپيناوی وړاندې کړي چې ولې امریکا یو ځل بیا د ترهګرۍ پر وړاندې لا زیانمنونکی شوې ده»

امریکا چې په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه افغانستان ته راغله، د اګست په ۳۱ یې له افغانستانه د خپلو وروستیو سرتېرو وتل اعلان کړل.

د کورنیو چارو وزارت افغانستان د نړۍ نورو هېوادونو ته ګواښ نه ګڼي او په افغانستان کې د امریکا پر وړاندې د ترهګرۍ د جرړو د شتوالي په تړاو د دغه هېواد اندېښنې ناسمې ګڼي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه