پرون (سهشنبه د تلې په ۲۰ مه) د ایټالیا په کوربهتوب د جي ۲۰ هېوادونو غونډه کې اکثرو ګډونوالو، افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوي لپاره د چټکو مرستو ژمنه وکړه.
د ایټالیا لومړي وزیر ماریو درګي ویلي، چې د افغانستان پر خلکو د بشري مرستو وېش لپاره طالبانو سره خبرې اړینې دي.
د غونډې ګډونوال چې پر لیکه یا انلاین بڼه غونډې سره یوځای شوي وو، پر طالبانو یې غږ وکړ چې افغان وګړو ته د بشري مرستو رسولو لپاره د دوی مخه خلاصه وساتي، د کابل هوایي ډګر دې پرانیستی وي، د ملګرو ملتونو او نورو ډېپلوماټیکو کارکوونکو امنیت دې خوندي وي.
د جي ۲۰ هېوادونو ګډونوالو افغانستان سره د مرستې ژمنه وکړه خو دا یې وویل چې دا مرستې د افغانستان له خلکو سره دي او د طالبانو (اسلامي امارت) په رسمیت پېژندلو مانا نه لري.
سپینې ماڼۍ ویلي، د دوی له اړخه مرسته به د نړۍوالو سازمانونو په مټ افغان وګړو ته رسول کېږي.
اروپایي ټولنې د جي ۲۰ هېوادونو غونډه کې د افغانستان خلکو نه ملاتړ لپاره د یو میلیون یورو مرستې ژمنه وکړه.
غونډې ته د امریکا ولسمشر جوبایډن خپله وینا کې، په افغانستان کې د داعش ډلې په څېر د اورپکو ډلو پر ګواښ هم خبرې وکړې.
د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو بیا ویلي، چې نړۍواله ټولنه افغانستان کې پر بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو پر ساتنه ټینګار کوي.
د جي ۲۰ هېوادونو د مشرانو په پرونۍ غونډه کې د روسیې او چین ولسمشرانو ګډون نه و کړی.
د افغانستان خلکو سره د بشري مرستو دا ژمنه داسې مهال ده، چې د مخکیني افغان حکومت تر پرځېدا راوروسته، د ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې په څېر نړۍوالو بنسټونو بیا بیا، افغانستان کې د بشري ناورین خبرداری ورکړی.
په دې اړه مو اندونه