Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملکي هوایي چلن اداره پاکستان ته د ټکټونو د بیو ټيټول غواړي

د افغانستان د ملکي هوایي چلن اداره د پي اي ای او کام‌اېر هوایي شرکتونو نه غواړي، چې د پاکستانو د الوتنو د ټکټونو بیې راکمې کړي.

دغې ادارې په یوه خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی، چې که هوایي شرکتونه پاکستان ته د الوتکو د ټکټونو بیې کمې نه کړي، الوتنې به یې بندې او د کار جوازونه به یې لغوه شي.

تر دغه خبرداري څو ساعته وروسته، پاکستانۍ رسنیو کې داسې رپوټونه راغلل چې د پي اي اې هوایي شرکت افغانستان ته الوتنې بندې کړې.

د ملکي هوایي چلن ادارې مرستیال غلام جیلاني وفا ویلي:"د ملکي هوایي چلن له مسوولانو سره تر څو غونډو وروسته اړ شولو، چې دغسې پرېکړه وکړو ځکه چې له هغوی مو مثبت ځواب ترلاسه نه‌کړ او تر هغو چې هغوی د ټکټونو بیې راکمې نه‌کړي، الوتنو ته یې اجازه نه ورکول کېږي."

دې وروستیو کې له کابل نه پاکستان ته د یوه ټکټ بیه تر ۲۵۰۰ ډالرو پورته شوې.

غلام‌ جیلاني وفا ویلي:"که دغه شرکتونه د هوایي چلن ادارې پرېکړه عملي نه‌کړي، موږ به یې پروازونه بند او جوازونه یې لغوه کړو."

د کابل یوه اوسېدونکي ابراهیم ویلي:"خلک یوازې د چکر لپاره بهر ته نه ځي، بلکې ناروغان لري او یا مجبور دي، چې خپلو کورنیو ته ورشي او په ۲۵۰۰ ډالرو ټکټ اخلي."

د ډېرو هڅو سره سره مو و نه‌شو کړای چې په دې هکله د کام‌اېر شرکت نظر واخلو.

د ملکي هوایي چلن ادارې په یوه خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی، چې که هوایي شرکتونه پاکستان ته د الوتکو د ټکټونو بیې کمې نه کړي، الوتنې به یې بندې او د کار جوازونه به یې لغوه شي.

Thumbnail

د افغانستان د ملکي هوایي چلن اداره د پي اي ای او کام‌اېر هوایي شرکتونو نه غواړي، چې د پاکستانو د الوتنو د ټکټونو بیې راکمې کړي.

دغې ادارې په یوه خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی، چې که هوایي شرکتونه پاکستان ته د الوتکو د ټکټونو بیې کمې نه کړي، الوتنې به یې بندې او د کار جوازونه به یې لغوه شي.

تر دغه خبرداري څو ساعته وروسته، پاکستانۍ رسنیو کې داسې رپوټونه راغلل چې د پي اي اې هوایي شرکت افغانستان ته الوتنې بندې کړې.

د ملکي هوایي چلن ادارې مرستیال غلام جیلاني وفا ویلي:"د ملکي هوایي چلن له مسوولانو سره تر څو غونډو وروسته اړ شولو، چې دغسې پرېکړه وکړو ځکه چې له هغوی مو مثبت ځواب ترلاسه نه‌کړ او تر هغو چې هغوی د ټکټونو بیې راکمې نه‌کړي، الوتنو ته یې اجازه نه ورکول کېږي."

دې وروستیو کې له کابل نه پاکستان ته د یوه ټکټ بیه تر ۲۵۰۰ ډالرو پورته شوې.

غلام‌ جیلاني وفا ویلي:"که دغه شرکتونه د هوایي چلن ادارې پرېکړه عملي نه‌کړي، موږ به یې پروازونه بند او جوازونه یې لغوه کړو."

د کابل یوه اوسېدونکي ابراهیم ویلي:"خلک یوازې د چکر لپاره بهر ته نه ځي، بلکې ناروغان لري او یا مجبور دي، چې خپلو کورنیو ته ورشي او په ۲۵۰۰ ډالرو ټکټ اخلي."

د ډېرو هڅو سره سره مو و نه‌شو کړای چې په دې هکله د کام‌اېر شرکت نظر واخلو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه