Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانې روبوټ جوړونکې نړۍواله سیالۍ کې ګډون کوي

د افغان نجونو روبوټ جوړونکې ډله چې اوس قطر کې ده، خپل درې روبوټونه یې نړۍوالې سیالۍ ته وړاندې کړې دي.

روبوټ جوړونکې ډله وایي، چې د خپلو وړتیاوو ښودلو او افغانستان ته د ویاړ ګټلو لپاره به ډېرې خوارۍ وکړي.

افغان روبوټ جوړونکې خپل جوړ روبوټونه د فرسټ ګلوبل په نامه نړۍوالې سیالۍ ته وړاندې کوي.

د افغان نجونو روبوټ جوړونکې ډلې مشرې سمیه فاروقي ویلي:"سږکال به هم د تېرو کلونو په شان، فرسټ ګلوبل سیالیو کې ګډون کوو، خوشاله یوو چې درېیو بېلابېلو برخو لپاره مو روبوټونه جوړ کړي دي."

د روبوټ جوړونکې ډلې یوې غړې هایدا حیدرپور ویلي:"کوښښ کوو چې د افغانستان د نوم اوچتلو لپاره ډېر کار وکړو – پروا نه کوي چې د نړۍ هر ځای کې یوو."

افغانې روبوټ جوړونکې پر نړۍواله ټولنه هم غږ کوي، چې په اوسني سخت وضعیت کې دې افغانې نجونې یوازې نه پرېږدي.

د فرسټ ګلوبل نړۍوالې سیالۍ کې د ۱۷۴ هېوادونو لوبډلو جوړ کړي روبوټونو سیالۍ ته وړاندې کړي.

د افغان نجونو روبوټ جوړونکې ډله وایي، چې د خپلو وړتیاوو ښودلو او افغانستان ته د ویاړ ګټلو لپاره به ډېرې خوارۍ وکړي.

Thumbnail

د افغان نجونو روبوټ جوړونکې ډله چې اوس قطر کې ده، خپل درې روبوټونه یې نړۍوالې سیالۍ ته وړاندې کړې دي.

روبوټ جوړونکې ډله وایي، چې د خپلو وړتیاوو ښودلو او افغانستان ته د ویاړ ګټلو لپاره به ډېرې خوارۍ وکړي.

افغان روبوټ جوړونکې خپل جوړ روبوټونه د فرسټ ګلوبل په نامه نړۍوالې سیالۍ ته وړاندې کوي.

د افغان نجونو روبوټ جوړونکې ډلې مشرې سمیه فاروقي ویلي:"سږکال به هم د تېرو کلونو په شان، فرسټ ګلوبل سیالیو کې ګډون کوو، خوشاله یوو چې درېیو بېلابېلو برخو لپاره مو روبوټونه جوړ کړي دي."

د روبوټ جوړونکې ډلې یوې غړې هایدا حیدرپور ویلي:"کوښښ کوو چې د افغانستان د نوم اوچتلو لپاره ډېر کار وکړو – پروا نه کوي چې د نړۍ هر ځای کې یوو."

افغانې روبوټ جوړونکې پر نړۍواله ټولنه هم غږ کوي، چې په اوسني سخت وضعیت کې دې افغانې نجونې یوازې نه پرېږدي.

د فرسټ ګلوبل نړۍوالې سیالۍ کې د ۱۷۴ هېوادونو لوبډلو جوړ کړي روبوټونو سیالۍ ته وړاندې کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه