Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تعلیم ته د افغان نجونو په لاسرسي د بخښنې نړۍوال سازمان ټینګار

د بخښنې نړۍوال سازمان پر اسلامي امارت غږ کړی، چې زده‌کوونکې دې له تعلیمه، نه بې برخې کوي.

د بخښنې نړۍوال سازمان په یوه بیان کې له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د بشري حقونو ملاتړو سازمانونو په وسیله، افغانستان کې د تعلیم برخې لپاره د مناسبې بودیجې ډاډ ترلاسه کړي.

د بخښنې نړۍوال سازمان زیاته کړې، چې اسلامي امارت د نجونو د ښوونځیو بندولو سره د افغان نجونو راتلونکي کهول ته تاوان رسولی.

د بخښنې نړۍوال سازمان سرمُنشي اګنس کال مارډ ویلي:"همدااوس افغانستان کې نجونې له ښوونځي ستنې کړای شوې دي. ټول هېواد کې د نجونو حقونه او غوښتنې له پامه غورځول شوې دي او ځپل شوې دي."

د پوهنې وزارت بیا وایي، د شپږم ټولګي نه پورته نجونو ښوونځیو د بېرته پیل هڅې روانې دي او په دې هکله پر یوه تګلاره کار روان دی.

ځینې زده‌کوونکې هم د پوهنې وزارت نه غواړي، چې ټول هېواد کې دې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیستل شي.

د نهم ټولګې یوې زده‌کوونکې شمیلا ویلي:"زه په نهم ټولګي کې یم، درې کاله درس مې پاتې او بیا مې پوهنتون هم پاتې. افغانستان نن یو لوستي کهول ته اړتیا لري، پروا نه کوي چې هلکان وي که نجونې. موږ له اسلامي امارت غواړو چې ښوونځي بېرته پرانیزي."

له دې سره په بلخ، کندوز او جوزجان کې، له شپږم ټولګي نه پورته نجونو زده‌کوونکو ته هم اجازه ورکړل شوې چې ښوونځیو ته لاړې شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه