Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کندهار د برید قربانیان په ډله ییزه توګه خاورو ته وسپارل شول

د کندهار په ښار کې د جمعې په ورځ د امام بارګاه فاطمیه جومات د برید قربانیان، نن په ډله ییزه توګه خاورو ته وسپارل شول.

د قربانیانو کورنۍ له حکومته غواړي چې د دا ډول بریدونو مخه ونیسي.

د دغه برید د قربانیانو شمېر کابو ۵۰ تنو ته رسېدلی دی او ۹۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

تېره ورځ د کندهار ښار په امام بارګاه فاطمیه جومات کې درې پرله پسې چاودنې وشې چې په دغه جومات کې په لسګونو تنو حضور درلود.

دا په کندهار کې پر اهل تشیع لومړنی برید کې چې کېږي او د دغه برید مسوولیت هم داعش ډلې منلی دی.

له دغه برید وروسته، د کندهار ځينو سني مذهبو اوسېدونکو د دغه برید قربانیانو ته د وینې د ورکړې په پار روغتونونو ته ولاړل.

دوی وايي چې هېڅ ډله نه شي کولای چې د افغانستان د مذهبونو ترمنځ نفاق رامنځته کړي.

بلخوا د کندهار امنیه قومندان وايي چې د دغه برید د عاملانو د نیولو په هڅه کې دي.

د پېښې شاهدان وايي چې څلور تنو بریدګرو لومړی د دغه جومات پر ساتونکو ډزې کړې دي چې یو بریدګر له متقابل برید کې وژل شوی او درې تنه نور جومات ته ننوتلي او خپلو چاودېدونکو توکو ته یې د جومات په درې برخو کې چاودنه ورکړې ده. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه