Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت د افغانستان په شمال کې د داعش حضور رد کړ

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي چې د افغانستان په شمال کې دم ګړۍ دوه زره داعش جنګیالي حضور لري، خو اسلامي امارت د افغانستان په شمال کې د داعش حضور رودوي.

پوتین چې تېره ورځ د پخواني شوروي اتحاد د غړو هېوادونو د مشرانو غونډې ته خبرې کولې، پر هغه څه چې د افغانستان په شمال کې یې د داعش حضور بولي اندېښنه څرګنده کړه.

نوموړي ویلي دي چې ترهګر هڅه کوي د ګډوالو په جامو کې د ګډو ګټو هېوادونو ته ننوځي.
      
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین څرګندوي:«د شمېرو له مخې یوازې د افغانستان په شمال کې د داعش د غړو شمېر نږدې دوه زره تنه دی. د  هغوی مشران غواړي چې د منځنۍ آسیا هېوادونو او د روسیې سیمو ته نفوس وکړي او د هغوی تمرکز د قومي او مذهبي نښتو او مذهبي کرکې پر ډېرېدو دی. ترهګر د کډوالو په جامه کې د ګډو ګټو د هېوادونو خاورې ته د دننه کېدو په لټه کې دي.»

ولادیمیر پوتین همدارنګه د پخواني شوري اتحاد له غړو هېوادونو غواړي چې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په برخه کې په بېړه پرېکړه ونه کړي:«موږ باید د طالبانو په رسمیت پېژندلو کې بېړه ونه کړو. موږ درک کوو چې باید له هغوی سره تعامل ولرو. موږ به د هغوی په تړاو خبرې او مشورې وکړو. موږ باید د افغانستان د پخلاینې بهیر وساتو او په دغه هېواد کې د وضعیت د عادي کېدو په لټه کې و اوسو.»

ورته مهال د اسلامي امارت چارواکي د هېواد په شمال کې د داعش د حضور په هکله اندېښنې، ناسمه ګڼي.
              
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتوري کمېسیون غړی انعام الله سمنګانی وايي:«هغه اندېښنې چې په دې برخه کې مطرح کېږي تر ډېره بریده بې ځایه دي. داعش د افغانستان په ټکي کې ولسي ځای ګی نه لري.»

خو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له رویټرز سره په خبرو کې پر هغه څه چې د نړۍ د هېوادونو له لوري یې د اسلامي امارت په رسمیت نه پېژندل ګڼي، نیوکه کوي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ویلي:«په ځينو هېوادونو کې یو کس یا یوه کورنۍ واکمني کوي او هغوی په رسمیت پېژندل کېږي. دا چې د افغانستان نوی اسلامي حکومت په رسمیت نه پېژندل کېږي، دا یوه بې انصافي ده.»

بل خوا ټاکل شوې ده چې مسکو د سه شنبه او چهارشنبه په ورځو د افغانستان په تړاو د دوو غونډو کوربه وي.

 ټاکل شوې ده، د ترویکاغونډه د امریکا، روسیې، چین او پاکستان د استازو په ګډون جوړه شي او د افغانستان په تړاو به د چهارشنبې ورځې غونډه د نړۍ د یو شمېر هېوادونو په حضور سره ترسره شي.

د اسلامي امارت چارواکي د هېواد په شمال کې د داعش د حضور په هکله اندېښنې، ناسمه ګڼي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه