Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر له سره پیل شو

د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر له دوه میاشتو ځنډ وروسته، د شنبې په ورځ د نفوسو د احوال ثبت عمومي مرکز کې له سره پیل شو.

د نفوسو د احوال ثبت مرکز چارواکي وايي چې ټاکل شوې ده چې له دغه مرکز څخه څه باندې ۸۰ زره برېښنايي پېژندپاڼې ووېشل شي.

ځينې خلکو له دغې ادارې غوښتي دي چې دغه بهیر په ولایتونو کې هم بېرته پيل شي.
    
د برېښنایي تذکرې غوښتونکی رضوان وايي:«له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوو چې په ولایتونو او کابل کې هم نور مرکزونه پرانیزي ترڅو خلک په کم وخت کې د پېژندپاڼې د اخیستو کار خلاص کړي.»

په دې لړ کې داسې کسان هم شته چې په تذکره کې د نوم د اصلاح کولو په څېر ستونزو د حل کولو لپاره له میاشتو میاشتو راهیسې انتظار دي.

عیسی وایي چې د خپل زوی د درملنې لپاره اړ دی چې ایران ته ولاړ شي، خو د څلورو میاشتو په تېرېدو سره د برېښنایي تذکرو د وېش د کار د درېدو له امله بهر ته پر تګ نه دی بریالی شوی.

نوموړی زیاتوي:«څلور میاشتې کېږي چې دغه مرکز ته راځو او بېرته تش لاس ځو. زوی مې ناروغ دی او باید ایران ته ولاړ شم خو تراوسه مې د پېژندپاڼې ستونزه چې نوم مې غلط شوی حل شوې نه ده.»

تر دې وړاندې د ملي احصایې او معلوماتو  ادارې ویلي دي چې د تخنیکي ستونزو او د برېښنایي تذکرو د نوملیکنې د سیسټم د نه تنظیم کېدو له امله به د دغه بهیر پېلېدل ډېر وخت ونیسي.

 په پلازمېنه کې د برېښنایي تذکرو د نوملیکنې او ویش د پنځه ویشت مرکزونو له منځه یوازې د سرای شمالي د نفوسو د احوال د ثبت مرکز له دوه میاشتې ځنډ وروسته خپل کار پېل کړی دی.

تصویر بندانگشتی

د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر له دوه میاشتو ځنډ وروسته، د شنبې په ورځ د نفوسو د احوال ثبت عمومي مرکز کې له سره پیل شو.

د نفوسو د احوال ثبت مرکز چارواکي وايي چې ټاکل شوې ده چې له دغه مرکز څخه څه باندې ۸۰ زره برېښنايي پېژندپاڼې ووېشل شي.

ځينې خلکو له دغې ادارې غوښتي دي چې دغه بهیر په ولایتونو کې هم بېرته پيل شي.
    
د برېښنایي تذکرې غوښتونکی رضوان وايي:«له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوو چې په ولایتونو او کابل کې هم نور مرکزونه پرانیزي ترڅو خلک په کم وخت کې د پېژندپاڼې د اخیستو کار خلاص کړي.»

په دې لړ کې داسې کسان هم شته چې په تذکره کې د نوم د اصلاح کولو په څېر ستونزو د حل کولو لپاره له میاشتو میاشتو راهیسې انتظار دي.

عیسی وایي چې د خپل زوی د درملنې لپاره اړ دی چې ایران ته ولاړ شي، خو د څلورو میاشتو په تېرېدو سره د برېښنایي تذکرو د وېش د کار د درېدو له امله بهر ته پر تګ نه دی بریالی شوی.

نوموړی زیاتوي:«څلور میاشتې کېږي چې دغه مرکز ته راځو او بېرته تش لاس ځو. زوی مې ناروغ دی او باید ایران ته ولاړ شم خو تراوسه مې د پېژندپاڼې ستونزه چې نوم مې غلط شوی حل شوې نه ده.»

تر دې وړاندې د ملي احصایې او معلوماتو  ادارې ویلي دي چې د تخنیکي ستونزو او د برېښنایي تذکرو د نوملیکنې د سیسټم د نه تنظیم کېدو له امله به د دغه بهیر پېلېدل ډېر وخت ونیسي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه