د جرمني لومړۍ وزیره انګلا مرکل وایي، چې ګاونډیو او اروپايي هېوادونو ته د زیاتو افغانانو د کډوالۍ د مخنیوي لپاره باید افغانستان سره بشري مرستې وشي.
مرکل چې پرون یې په ترکیه کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره کتلي وایي، چې افغانان باید له هېواده کډوالۍ کې د قاچاقوونکو ښکار نهشي.
مرکل دا هم ویلي، چې له اردوغان سره یې د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي.
د جرمني لومړۍ وزیرې انګلا مرکل ویلي: "موږ پر افغانستان خبرې کړي. د افغانستان خلک باید د قاچاقوونکو ښکار نهشي. موږ باید ډاډه شو، چې افغانستان سره بشري مرستې کېږي. "
په دې کتنه کې مرکل او اردوغان په دوه اړخیزو اړیکو، د غیرقانوني کډوالو د مخنیوي لپاره د اروپايي ټولنې او ترکیې په توافق هم خبرې کړې دي.
بلخوا د بشري حقونو د څار نړۍوال بنسټ ویلي، چې ترکي سرتېرو د پناهغوښتنې د نړۍوالو قوانینو خلاف ځینې افغانان په زور اخراج کړي.
د بشري حقونو د څار ډلې یوه رپوټ کې ویلي، چې د وهلو ډبولو له کبله د ځینو پناهغوښتونکو هډوکي مات شوي.
په دې اړه مو اندونه