Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'د مسکو غونډه کې به د عبدالسلام حنفي په مشرۍ پلاوی ګډون وکړي'

د اسلامي امارت ویاندویان وایي چې، د مسکو په ناسته کې به د رییس الوزرا د دویم مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اسلامي امارت یو لوړ پوړی پلاوی ګډون وکړي.

بلخوا تراوسه د یادې ناستې جزییات له کابل سره نه دې شریک شوي.

انعام الله سمنګاني وایي چې اسلامي امارت به د مسکو له ناستې د افغانستان په ګټه کار واخلي او هڅه کوي چې ژر تر ژره د نړۍ هېوادونو سره رسمي تعاملاتو ته داخل شي.
         
د اسلامي امارت ویاند انعام الله سمنګانی وايي:«ډېرو جزییاتو ته په تمه یوو. تراوسه د دغې غونډې څرنګوالی په سمه توګه مشخص شوې نه ده، هر وخت چې ډېر معلومات ترلاسه شي، د رسنیو له لارې له تاسو سره شریکېږي.»

د نوموړي په وینا اسلامي امارت به له هر فرصت نه د هېواد په ګټه کار واخلي.

بلخوا ځينې پخواني ډیپلوماټان دا ډول غونډې د نړۍوالو اړیکو په برخه کې اغېزناکې ګڼي.
        
پخوانی ډېپلوماټ عزیز معارج څرګندوي:«د مسکو له خوا طالبانو ته بلنه ورکول او هلته د یوې غونډې جوړېدل، او د طالبانو په کې ګډون کول، دا په نړۍواله کچه ډېره اغېزه کوي او حتا کولای شي چې افغانستان له منزوي حالته وباسي. ځکه چې روسیه په نړۍ کې یو ډېر قوي او یو ستر هېواد دی بیا د ناټو حریف هېواد هم یادېږي.»

اخوا عبدالله عبدالله ته یوه نږدې سرچینه وایي چې د مسکو غونډې ته پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د ملي روغې جوړې د عالي شورا پخوانی رییس عبدالله عبدالله هم بلل شوي دي، خو د دې سرچینې په وینا تر اوسه څرګنده نه ده چې عبدالله عبدالله به په دې غونډه کې ګډون وکړي او که نه؟.

د نړۍوالو اړیکو شنونکی مهدی افضلي په دې هکله وايي:«ډلې او یا سیاسي پوځي لوري طالبان دې د یوه مېز سره راغونډ کړي چې په هغه کې لږ تر لږه دوی پر دې مکلف شي چې لږ تر لږه په یوه بستر کې د ټول ګډونه حکومت پر نامه کار وکړي او له سیاسي سیالانو هم کار واخیستل شي ترڅو په افغانستان کې د واک تشه ډکه شي. دا غونډه کولای شي د افغانستان په خیر وي.»

د پخواني حکومت تر سقوط وروسته دا لومړنۍ نړۍواله غونډه ده چې اسلام امارت وربلل شوی دی.

ټاکل شوې ده، مسکو د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په تړاو د یوې غونډې کوربه وي، دا غونډه د افغانسان لپاره مهمه بلل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه