Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کرزی: نړۍوال رسمیت ملي مشروعیت ته اړتیا لري

د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی له امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکه کې وایي چې طالبان باید په نړۍواله کچه د رسميت پېژندلو لپاره په افغانستان کې دننه ملي مشروعیت ترلاسه کړي. 

دی زیاتوی چې دغه مشروعیت یوه اړتیا ده چې د ټاکنو په ترسره کېدو او یا د لویې جرګې په جوړېدو سره رامنځته کېږي.

ښاغلي کرزي څرګنده کړه:«ملي مشروعیت او نړۍوال رسمیت اړین دي. لازمي دي چې اقدام وشي. لومړی ګام ملي مشروعیت ته د زمینې برابرول دي، چې د لویې جرګې له لارې او یا هم د افغانستان د اساسي قانون د فافذولو له لارې. ملي مشروعیت یا د ټاکنو له لارې ترلاسه کېږي او یا هم د لویې جرګې د ترسراوي له لارې.»

په دې مرکه کې پخواني ولسمشر ویلي دي چې نوی حکومت باید د هېواد د چارو د سمبالولو لپاره اساسي قانون ولري. نوموړی همدارنګه زیاتوي چې پاکستان د افغانستان په مسایلو کې د کابل استازیتوب نه شي کولی:«پاکستان په دې ورځو کې داسې خبرې کوي چې ګواکې زموږ استازیتوب کوي. نه، پاکستان د افغانستان او د افغانستان د خلکو استازی نه دی.»

خو د اسلامي امارت چارواکي وایي چې د افغانستان نوي حکومت خپل مشروعیت په ولسي ملاتړ سره ترلاسه کړی دی. ښاغلی مجاهد ټاکنې او لویه جرګه د تېر حکومت ناکامه تجربه ګڼي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد په دې هکله وايي:«د اسلامي امارت نظام د خلکو له ملاتړ سره رسمیت لري، ټاکنو او لویې جرګې ښه پایله نه ده ورکړې. موږ په تېر حکومت کې هم دا لرل، خو حکومت مشروعیت نه درلود.»

بل خوا د نړۍوالو چارو شنونکي په اوسنیو شرایطو کې د لویې جرګې رابلل ګران کار ګي او له نوي افغان حکومت سره د نړۍ د هېوادونو د تعامل غوښتنه کوي.
      
د نړۍوالو چارو شنونکي احمد خان اندړ وویل:«اوس هېڅ هېواد د طالبانو حکومت نه پېژني او دا د خلکو په زیان دی ځکه چې خلک په بې وزلۍ کې دي. نړۍ باید له حکومت سره تعامل وکړي.»
          
د پوهنتون استاد خواجه فهیم عباس هم زیاتوي:«په اوسنیو شرایطو کې چې اقتصادي کړکېچ دی حکومت نه شي کولای چې لویه جرګه جوړه کړي. د مشروعیت او نړۍوال پېژاند لپاره باید نورې لارې پيدا کړي.»

تر دې وړاندې د امریکا او اروپايي ټولنې د غړو په ګډون د نړۍ هېوادونو د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل د بشري حقونو او ټولګډونه حکومت د جوړېدو په برخه کې د نوي حکومت په کړنو پورې مشروط بللي وو.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی همدارنګه زیاتوي چې پاکستان د افغانستان په مسایلو کې د کابل استازیتوب نه شي کولی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه