Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له جمهوریت راوروسته افغانستان؛ فرصتونه او ننګونې

د روان ۱۴۰۰ هـ - لمریز کال د زمري په ۲۴ مه نېټه افغانستان کې لوی سیاسي تحول راغی – داسې تحول چې هم یې د افغانستان خلک او هم یې افغانستان سره رابطه لرونکې نړۍ حیرانه کړه.

طالبانو د زمري په ۲۴ مه نېټه، د هېواد د ۳۰ نه د زیاتو ولایتونو تر نیولو وروسته، د کابل دروازو ته ځانونه ورسول، ظاهراً د هغې ورځې تر ماسپښینه، د طالبانو وړاندیز دا وو، چې واک دې د سیاسي توافق له لارې په سوله‌ییزه توګه وسپارل شي.

خو دغسې و نه شول، د هغې ورځې په وروستیو کې ناببره خبر راغی، چې مخکینی ولسمشر محمد اشرف غني له افغانستان نه وتلی دی. تر دې وروسته، طالبانو هم اعلان وکړ، چې کسان یې د ګډوډۍ د مخنیوی لپاره د کابل ښار ته ننوځي.

په دې توګه د زمري د ۲۵ مې نیټې پر شپه، طالبان ارګ ته ننوتل او له۲۰ کاله جګړې وروسته یې یو وار بیا د اقتدار واګي خپلې کړې.

خو ایا په دې شکل واک ته د طالبانو د بیرته ستنېدو وړاندوینه کیدلی شوه؟

محمد عمر داوودزی چې د پاکستان لپاره د مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني ځانګړی استازی، د کورنیو چارو وزیر، د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس او په پاکستان کې افغان سفیر پاتې شوی، طلوع نیوز ته د دې پوښتنې په ځواب کې وایي: "د تغییر وړاندوینه کېدله، خو د سقوط فکر نه کېده. د سیاسي او نظامي رهبرۍ بې‌کفایتي د سقوط عامل شوه. د داکتر غني د تېښتې تر شا داخلي او خارجي دسیسه وه، راتلونکې کې به روښانه شته. زما مطلب غني ته برات ورکول نه دي. "

بل‌خوا وتلي سیاستوال او د پاکستان د مشرانو جرګې پخواني غړي افراسیاب خټک طلوع‌نیوز سره په مرکه کې، د دوحې سند - په افغانستان کې د زمري د ۲۴ مې نېټې د سیاسي تحول علت ګڼي – هغه سند چې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹ مه نېټه، په دوحه کې امریکا او طالبانو لاسلیک کړ.

ښاغلی خټک وایی: "د دوحې معاهده ناقصه وه او غټ نقص په‌کې دا و، چې د افغانستان د وخت حکومت یې له پروسې نه بهر ساتلی وو. عملاً یې طالبانو ته د دولت حیثیت ورکړی و، ځکه چې له هغوی (طالبانو) نه یې ضمانت اخېستی و، چې د افغانستان له خاورې به د امریکا او د امریکا د متحدینو پر ضد استفاده نه کېږي. د مخکیني دولت د سقوط بل علت دا وو، چې د هغوی (افغان حکومت) تکیه تر ډېره په غربي نړۍ باندې وه، نو چې بیا معلومه شوه غربي نړۍ دولت سره نه ده او بلکې مخالفه ده او د دولت د قوت نه، بلکې د کمزوري کولو کوښښ یې شروع کړی،نو همدا دوه اصلي علتونه دي. "

د مشرانو جرګې غړې انارکلي هنریار بیا وایي چې افغانستان کې د اګېسټ د ۱۵ مې (د زمري د ۲۴ مې نېټې) تحول حیرانوونکی و.

مېرمن هنریار طلوع‌نیوز ته ویلي: "د اګېسټ د ۲۵ مې نېټې تحول ما او هم اکثرو افغان وګړو ته، چې د افغانستان د ژور سیاسي جریان نه خبر نه وو، شاک کوونکی تغییر وو. داسې بدلون چې د هېواد د تېر تاریخ تکرار وو، چې ښه عواقب یې نه لرل او نه به یې هم ولري. "

مېرمن هنریار د پړې ګوته امریکا او نړۍوالې ټولنې ته نیولې او په وینا یې: "د امریکا غفلت وو، چې د دوحې د سند په لاسلیکولو کې یې د وخت نظام او د افغانستان د خلکو غوښتنې په پام کې ونه نیولې. نړۍواله ټولنه هم غلې پاتې وه. "

خو اسلامي امارت د زمري د ۲۴ مې نېټې تحول ته په بېل نظر ګوري.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي څ ورځې وړاندې (د تلې په ۱۸ مه نېټه) په دوحه کې د شخړو او بشري مطالعاتو په مرکز کې یوه وینا کې ویلي، چې افغانستان کې د تېرې زمري میاشتې د ۲۴ مې تحول د سولې او ټیکاو پیلامه ده.

ښاغلي متقي ویلي: "موږ غوښتل د خبرو او تفاهم له لارې کابل ښار ته داخل شو، خو دا چې د پخواني رژیم مشر او امنیتي ارګانونو فرار وکړ، کابل د قدرت له خلا سره مخ شو، نو ولسي مشرانو او کابل ښاریانو زموږ له ځواکونو څخه وغوښتل، چې کابل ته داخل شو او امنیت ټینګ کړو. "

تر لوی تحول وروسته افغانستان لپاره د ثبات فرصتونه څه دي؟

د مېرمن انارکلي هنر په وینا، که نړۍواله ټولنه افغانستان یوازې پرېنږدي او د ځینو هېوادونو لاسوهنه نه وي، نو په خبره یې د ثبات تمه شته.

اغلې هنریار طلوع‌نیوز ته وایي: "هو، د دایمې ثبات فرصت شته. طالبان باید له تروریستي ډلو سره روابط پرې کړي. پاکستان او نورو هېوادونه ته چې افغانستان کې بې‌ثباتي جوړوي د مداخلې اجازه ور نه‌کړي او نړۍواله ټولنه افغانستان یوازې پرې‌نږدي. "

خو طالبانو له نورو ډلو سره چې مېرمن هنریار تروریستې یادې کړې دي، بیا د خپلو اړیکو لرلو موضوع رد کړې ده.

ښاغلی داوودزی بیا وایی چې د اوسني وضعیت د کابو کولو لپاره د طالبانو خپلمنځي یووالی مهمه موضوع ده.

ښاغلي دواوودزي وویل: "د طالبانو دننه یووالی ساتل لویه مساله ده. د یووالي ساتل د غیرطالبانو د نه‌شمولیت سبب ګرځېدلی دی"

له دې سره د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په دوحه کې، څو ورځې وړاندې وینا کې وویل، چې د افغانستان د ثبات لپاره پوره چمتووالی لري.

ښاغلي متقي ویلي: "موږ اوس پر ټول افغانستان مسلط شوي یوو، وضعیت مو ښه کنټرول کړی دی. دا چې له ۴۰ کلونو نه زیاته موده وشوه، چې افغانستان په جزیرو تقسیم شوی و، مختلفې واکمنۍ وې په‌کې او اوس پر ټول افغانستان یوه واکمني راغله دا د افغانانو لپاره هم یو ښه فرصت دی او د نړۍوالو لپاره هم یو ښه فرصت دی. "

نننی افغانستان او ننګونې

د ښاغلي داوودزي په باور، طالبان اوس د اقتصادي ناورین په خوا کې نړۍ سره راشه درشه کې هم جدي ستونزې لري.

ښاغلي داوودزي طلوع‌نیوز ته ویلي: "طالبان اوس له جدي اقتصادي ناورین سره مخامخ دي. نړۍ سره په ډالرو د راکړې ورکړې نشتوالی لوی مشکل دی. نړۍوال فشارونه ورځ تر بلې په ډېرېدو دي. د طالبانو بالمثل او عکس‌العملي برخورد مشکل زیاتوي. طالبان اوس نرم او متوازن سیاست ته ضرورت لري. د اقتصادي ناورین له کبله بشري ناورین په ډېرېدو دی. په ګاونډ کې د عدم توازن ډېروالی به مشکلات نور هم زیات کړي. "

ښاغلی افرسیاب خټک هم اقتصادي ستونزو ته اشاره کوي او وایي، چې خلک د ګېډې مړولو ته اړتیا لري.

د مېرمن انارکلي هنریار په باور اوسني وضعیت کې اصلي ننګونه نامعلوم وضعیت دی او په خبره یې د راتلونکي تضمین نه‌شته.

اغلې هنریار ویلي: "خلک وږي دي. کار نه‌شته. د کورنۍ جګړې امکان شته. القاعده او داعش په افغانستان کې په خورېدو دي. "

مېرمن هنریار ځينو نورو ټولنیزو ننګونو ته هم اشاره کړې او زیاته کړې یې ده چې: "د ښځو حقونه د تېرو شلو کلونو یوه مهمه لاسته‌راوړنه ده او په دې هکله د طالبانو دریځ هېڅ نه‌دی بدل شوی. ښځې د افغان ټولنې واقعیت دی او که د کار او تحصیل اجازه ور نه‌کړای شي نو دا به طالبانو ته لویه ننګونه وي. نننۍ ښځې د ۹۰ مو کلونو ښځې نه دي. "

خو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي، دوی د مخکیني حکومت یو مامور یا یوه ماموره هم له دندې نه ده لېرې کړي او کار ته دوام ورکولی شي.

ښاغلي متقي ویلي: "د صحت په برخه کې سل فیصده ښځې کار کوي. د تعلیم په برخه کې پنځوس فیصده او اوس خو تر اویا فیصده پورې ورسېدې، چې تعلیمي ادارې فعالې دي. کومې ادارې چې تراوسه نه دي فعاله شوي، هغوی څه ځانګړیو ترتیباتو ته ضرورت لري، لکه د اسلامي نړۍ په ځینو هېوادونو کې، چې یو له هغو نه د ځوانو نجونو او ځوانو هلکانو، هغه د چوکیو او د درس ځایونو د جلاوالي مساله ده او د دې دپاره د نورو سهولتونو مساله ده. له دې نه علاوه د حکومت په ځینو نورو شعبو کې، نورو ادارو کې، د مثال په ډول د پاسپورټ شعبه فعاله شوه، هغې کې چې څومره ښځینه کارمندانې وې، ټولې دعوت شوې او په کار یې شروع وکړه. همداسې چې د حکومت ادارې فعاله کېږي، همدا شان انکشاف ورسره پیدا کېږي. "

خو تر کومه چې د داعش د ګواښ خبره ده، د اسلامي امارت چارواکو بیا بیا ویلي، چې د داعش ډلې ګواښونه کابو کولی شي.

دا په داسې حال کې ده، چې همدا شاوخوا ۱۰ ورځې وړاندې، په کندوز کې، د شیعه مذهبو یوه جومات کې، د جمعې لمانځه پر مهال ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۵۰ کسان ووژل شول او له ۱۵۰ زیات ټپیان شول. ځایي دینې عالمانو بیا وویل، چې د وژل شویو شمېر شاوخوا ۱۲۰ تنه دی او د ژوبلو شمېر له ۱۶۰ زیات دی.

د تېرې جمعې په ورځ بیا په کندهار کې، د شیعه‌مذهبو یوه جومات کې د لمانځه پر مهال درېیو چاودنو او ډزو کې، د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا لږ تر لږه ۳۲ کسان ووژل شول او له ۷۰ زیات ټپیان شول- د سیمې د خلکو د مرګ‌ژوبلې شمېر تر دې زیات یاد کړی.

داعش ډلې په یوه بیان کې د دغو دواړو پېښو مسوولیت منلی دی.

افغانستان سره د نړۍ د راشه درشه څرنګوالي

پر افغانستان د اسلامي امارت د واکمنۍ دوه میاشتې وشوې، خو لا هم د ګاونډ، سیمې او له سیمې ورهاخوا هېوادونو له منځه یوه هم، د طالبانو دولت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د نړۍ اکثره هېوادونه وايي، چې د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو ته بېړه نه لري او په خبره یې د طالبانو عمل ته به ګوري.

د ملګرو ملتونو د سږنۍ عمومي غونډې په څنډه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف څو ورځې وړاندې وویل، چې د طالبانو د رسمیت پېژندلو موضوع لا پر مېز نه‌شته.

طلوع‌نیوز سره مرکه کې ښاغلي داوودزي په دې هکله ویلي: "د نړۍوال رسمیت پېژندلو مساله ډېره مغلقه ده. دا د کور دننه سیاست پورې تړلې ده. طالبان په کور دننه مشروعیت ډېرېدو ته ضرورت لري. نړۍ په دې هکله یو شان دریځ نه‌لري. امریکا او متحدینو ته یې د تروریزم مخنیوی لومړیتوب دی. ترکیې او روسیې ته په حکومت کې د شمال ونډه لومړیتوب لري. چین او پاکستان په منطقوي رقابتونو کې ځانونه ګټونکي بولي. ځینې عربي ملکونه د قطر لوړ موقف سره مشکل لري. ممثل دولت په رسمیت پېژندل اسانوي. نړۍ د طالبانو امارت د یوې ډلې دولت بولي. حکومت کېدی شي د یوې ډلې وي، خو دولت باید د ټولو وي. "

خو تر کومه چې د اسلامي امارت انګیرنه ده، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دوحه کې د شخړو او بشري مطالعاتو مرکز کې اوس اوس ویلي، چې د نړۍ غبرګونونه مثبت دي او همدغلته دوحه کې یې، د ځینو هېوادونو له استازو سره کتنه کې د تعامل نښې لیدلې دي.

امیرخان متقي ویلي: "حتی موږ ته دا هم وویل شول، چې اینده کې به ځینو مجالسو کې افغانستان سره د ځینو هېوادونو اړیکې نارمل کچې ته ورسېږي او تاسې پوهېږئ، چې نارمل کچه کومې کچې ته وايي. "  

ښاغلي متقي دا هم ویلي: "موږ د نورو دولتونو مشروع ګټو او غوښتنو ته بشپړ درناوی کوو، په مقابل کې له نورو هم د ورته تعامل توقع لرو. موږ غواړو له اروپايي ټولنې سره هم تفاهم او مثبت تعامل ولرو. موږ په دوحه کې د متحده ایالتو سره ګټور لیده کاته لرل او باور لرو چې دا به په اړیکو مثبتې اغېزې ولري. "

په افغانستان کې د دوه میاشتو وړاندې تحول نه راوروسته، د هېواد د راتلونکي سیاسي، امنیتي او اقتصادي وضعیت په هکله ډېرې پوښتنې لا پر خپل ځای دي.

وړاندوینې بېلابېلې دي، خو راتلونکی به خپله یو روڼ تصویر وړاندې کړي.

شریک یي کړئ