د بلخ ولایت ځایي چارواکي په دغه ولایت د منصوري لشکر تر نامه لاندې د اسلامي امارت د ځانګړو ځواکونو له جوړېدو خبر ورکوي.
د بلخ امنیه قومندانۍ امر عبدالحی عابد وایي چې، دغه ځواکونو په پرمختللو وسلو سمبال دي.
د نوموړي په وینا دغه ځواکونه په څلوریشت ساعته توګه د خلکو د امنیت خوندیتابه په پار چمتو دي.
ښاغلی عابد وايي:«دا د اسلامي امارت ځانګړي ځواکونه شمېرل کېږي چې دوی ته فدایان یا استشهادیان ویلای شو.»
نوموړی زیاتوي چې دغو ځواکونو ځانګړي پوځي روزنې لیدلې دي او ډېری جنګي وسایل یې امریکايي دي.
د منصوري لښکر غړي وايي چې موخه یې د خلکو د امنیت ټينګښت دی، د منصوري لښکر یو غړی څرګندوي:«په راتلوونکو کې به هېڅ ستونزه رامنځته نه شي، هر چېرته چې ستونزه رامنځته شي، له اسلامي امارت سره دې په اړیکه کې شي، ان شاالله ډېر ژر به سیمې ته ورسېږي.»
د بلخ ځايي چارواکي هم خلکو ته ډاډ ورکوي چې له دې وروسته منصوري لښکر به په مزارشریف کې د انسان تښتوونکو، وسله والو غلو او ترهګریزو شبکو فعالیتونو ته به اجازه ورنه کړي.
د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رییس ذبیح الله نوراني په دې هکله څرګندوي:«په بلخ کې زموږ امنیتي ځواکونه په جدي توګه کار کوي ترڅو جرمي مرکزونه او خلاف کارۍ او هغه کسان چې د مجرمانو ملاتړ کوي، په ګوته او ونیسي.»
د بلخ د امنیه قومندانۍ شمېرې ښيي چې د پخواني حکومت له سقوط وروسته، تراوسه ۱۷۶ تنه د وسله والو غلاوو او انسان تښتونې په تور نیول شوي دي.