Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې ښوونکي د تېرو څلورو میاشتو د معاشونو د ورکړې غوښتونکي دي

د هرات سلګونه ښوونکو د یوه اعتراض په ترڅ کې له اسلامي امارت څخه غوښتي چې له څلورو میاشتو راهیسې بند شوي معاشونه دې ورته حواله کړي.

دا ښوونکي وايي، د څلور میاشتو راهیسې چا یوه افغانۍ معاش نه دی ورکړی چې له امله یې دوی له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس و ګرېوان دي.

وايي، دومره پيسې نه لرو چې ناروغانو ته درمل پرې واخلو یا هم د کور وږیو ماشومانو ته یوه نمړۍ ډوډۍ پرې پیدا کړو.

ښوونکې لطیفه علیزی وايي:«ښوونکو بسندویه معاش نه درلود چې د داسې ورځو لپاره یې د هغه نمايي ذخیره کړي، دومره معاش یې درلود چې خپل روځنی لګښت پرې کړي.»

ښوونکی نصیراحمد حکیمي څرګندوي:«ډېری ښوونکي حتا د خپلې برېښنا د بل پرې کولو پیسې نه لري او برېښنا یې پرې شوې ده.»

بل ښوونکي سعادت عاطف هم وویل:«لور مې یوه میاشت کې کېږي چې ناروغه ده او زه نه شم کولای هغه ډاکټر ته بوځم.»

د رسمي معلوماتو پر بنسټ، په هرات کې د لسو زرو ښځینه ښوونکو په ګډون ۱۸ زره ښوونکو ته دا څلور میاشتې کېږي چې، معاش نه دی ورکړ شوی او په دې سره له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د هرات د ښوونکو د ټولنې مسوول محمد صابر مشعل په دې هکله وايي:«ټول ښوونکي او د ملکي خدمتونو کارکوونکو له څلورو میاشتو راهیسې د خپلو کورونو لګښتونو لپاره د خپلو کور د توکو له پلور سره تامین کړل او اوس د پلور لپاره هېڅ هم نه لري.»

د هرات د پوهنې ریاست وايي، د دغه ولایت د ښوونکو د زمري میاشت د معاشونو د ورکړې په اړه کار روان دی.
د دغه ریاست د مشر په وینا، ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د دغې ادارې د ښوونکو او نورو کارکوونکو ۴ میاشتني معاشونه ورکړل شي.
 
د هرات د پوهنې ریاست مشر شهاب الدین ثاقب زیاته کړه:«اسلامي امارت ژمنه کړې ده چې د زمري میاشتې معاش ورکړي. د نورو میاشتو معاشونه هم له دې وروسته پرې کېږي.»

د هرات د ښوونکو د ټولنې مسوولین وايي، په دغه ولایت کې یو زیات شمېر ښوونکو د معاش د نه ورکړې له امله خپلې دندې پرېښي دي.
د دوی په وینا، په دې وروستیو اوونیو کې لسګونه ښوونکو هم کډوالۍ ته مخه کړې ده.

ښوونکي وايي چې له بې وزلۍ او لوږې سره مخ دي، دوی له اسلامي امارت څخه غواړي چې ژر تر ژره د دوی معاشونه ورکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه