کورني بې ځایه شوي ادعا لري چې د ژمي له رانږدې کېدو سره د لومړنیو خوراکي او روغتیايي توکو نه شتون د دوی ژوند له زړه بوږنوونکي حالت سره مخ کړی دی.
د دغو کډوالو په وینا له تېرې اوونۍ راهیسې یې په پنډغالي کې د سړې هوا او د درملو د نشتون له امله پنځه ماشومان مړه شوي دي.
حمیرا چې د څو ماشومانو مور ده له څه باندې درېیو میاشتو راهیسې له تخاره کابل ته را کډواله شوې ده، وايي چې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي هغې طلوع نیوز ته وویل:«هغه کسان چې واسطه لري، پیسې اخلي او د کورنۍ ښځه یا خاوند بېرته راځي، خو له دغو کورنیو څوک نه دي تللي او پیسې یې نه دي اخیستې.»
نفس ګل چې اوس اوس د خپل څلورم ماشوم مور شوې، د روغتیايي خدمتونو له نشتوالي هم شکایت کوي:«ماشوم مې په لېسې مریم کې وزېږد. هېچا مرسته ونه کړه او ماشوم مې د څو ساعتو لپاره بې جامو و.»
له بل لوري د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، دوی هڅې کوي چې، ژر تر ژره دغه بې ځایه شوې کورنۍ بېرته خپلو ولایتونو ته ولېږدوي.
د کډوالو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار عبدالباسط انصاري څرګندوي:«تراوسه کابو دوه زره تنه خپلو ولایتونو ته لېږدول شوي دي. هرې کورنۍ ته لس زره افغانۍ او ځينې خوراکي توکي او د هغوی ټرانسپورټ چمتو شوی دی.»
د ویلو ده چې، د کډوالو وزارت تر دې مخکې هم څه باندې زر کورنۍ له کابله بېرته خپلو ولایتونو ته لېږدولې وې.
په دې اړه مو اندونه