Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اسلامي امارت: په تېره یوه میاشت کې مو ۲۵۰ داعشیان نیولي

حکومتي چارواکي وايي، له تېرې یوې میاشتې راهیسې یې په هېواد کې له ۲۵۰ زیات داعشیان نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د داعش له لوري د دوو ځانمرګو او نورو چاودونو د مسوولیت له اخیستو وروسته، د داعشیانو د نیولو او د هغوی د بریدونو له شنډولو خبر ورکوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، نیول شوي ډېری داعشیان هماغه دي چې له زندانونو خوشې شوي وو.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«د داعش اړوند ۲۵۰ کسان نیول شوي دي، هغه کسان وو چې له بندخونو یې تېښته کړې وه. ځينې بریدونه او چاودنې یې چې په پلان کې وې هم شنډې شوې دي په سلګونه بریدونه یې شنډ کړل شوي دي.»

پخوانی پوځي جنرال صادق شینواری هم څرګندوي:«د اسلامي امارت کشفي او استخباراتي ادارې باید د دغې ډلې مرکزونه او ملاتړي کشف او له منځه یوسي. له هغې پرته دا به په راتلوونکي کې د افغانستان امنیت ته یو جدي خطر وي.»

د امریکا دفاع وزیر هم وايي چې، واشنګټن د داعش پر وړاندې خپلې مبارز ته دوام ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لویډ اسیټن وویل:«له شک پرته موږ به د هغې په اړه خبرې وکړو. هیله من یم چې، له افغانستان وروسته د ناټو د نقش او په افغانستان کې د نور درسونه په اړه خبرې وکړو. اوسنۍ هڅه مو د داعش پر وړاندې مبارزه ده او زموږ متحدین هم په دې مسله کې رول لري.»

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي وايي:«که چېرې نن د داعش په وړاندې یو جدي حرکت ترسره نه شي، او داعش په سیمه کې له منځه یو نه وړلی شي، د سیمې ډېریو هېوادونو او خلکو ته به ستر سرخوږۍ رامنځته کړي.»

له بل لوري د روسیې په مشرۍ د ټولینز امنیت سازمان د غړو هېوادونو نظامیانو هم د افغانستان او تاجیکستان تر منځ په ګډه پوله کې خپل پوځي تمرینات پیل کړي دي.

د روسیې ولسمشر اوس اوس د منځني ختیځ د پولو په ځینو برخو کې د داعش د حضور په اړه اندېښنه ښودلې او له افغانستان سره پر ګډو پولو د سختو امنیتي تابیاو پر نیول کېدو ټینګار کړی دی. 

اسلامي امارت په تېره یوه میاشت کې د دغې ډلې د څو بریدونو له شنډولو سربېره د سلګونه کسانو له نیولو خبر ورکوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه