Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستاني پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره وکتل

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي نن (پنج‌شنبه د تلې په ۲۹ مه نېټه) د یوه جګپوړي پاکستاني پلاوي په مشرۍ کابل ته رارسېدلی.

د رییس الوزرا دفتر په یوه بیان کې ویلي، چې پاکستاني پلاوي له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند او د اسلامي امارت نورو جګپوړو چارواکو سره وکتل.

په بیان کې راغلي چې:"دواړو لوریو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر زیاتوالي، د کابل ـ اسلام اباد ترمنځ د ملکي الوتنو بېرته پیلېدو، د سپین بولدک، تورخم او غلام خان بندر د فعالیتونو ۲۴ ساعته کېدو، د افغانستان پر صادراتو د تعرفې پر کموالي، افغان مسافرینو ته د اسانتیاوو په برابرولو او د پاکستان له لوري د تمویلېدونکو نیمګړو پروژو د چارو پر بیا پیلولو خبرې وکړې."

په بیان کې دا هم راغلي چې:"افغان پلاوي ټینګار وکړ، چې د کاسا زر، مزار شریف ـ پېښور ریل پټلۍ چارې باید چټکې شي او پاکستاني لوری دې د ترانزیټ په برخه کې موجودو ستونزو ته حللارې پیدا کړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان یاد پلاوي ته معین وخت ټاکلی ترڅو یاد موضوعات د دوه اړخیزه توافقاتو پر اساس په بشپړ ډول حل کړي."

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه بیان کې راغلي، چې قریشي به د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ په دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.

په بیان کې راغلي، چې قریشي به د اسلامي امارت له ځینو نورو چارواکو سره هم وګوري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په دې سفر کې به د دواړو هېوادونو (افغانستان او پاکستان) ترمنځ بېلابېلو مسایلو په هکله بحثونه او خبرې وشي.

پاکستاني پلاوي په ارګ کې، د اسلامي امارت له جګپوړو چارواکو سره په دوه اړخېزو اړیکو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ پر څرنګوالي خبرې وکړې.

Thumbnail

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي نن (پنج‌شنبه د تلې په ۲۹ مه نېټه) د یوه جګپوړي پاکستاني پلاوي په مشرۍ کابل ته رارسېدلی.

د رییس الوزرا دفتر په یوه بیان کې ویلي، چې پاکستاني پلاوي له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند او د اسلامي امارت نورو جګپوړو چارواکو سره وکتل.

په بیان کې راغلي چې:"دواړو لوریو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر زیاتوالي، د کابل ـ اسلام اباد ترمنځ د ملکي الوتنو بېرته پیلېدو، د سپین بولدک، تورخم او غلام خان بندر د فعالیتونو ۲۴ ساعته کېدو، د افغانستان پر صادراتو د تعرفې پر کموالي، افغان مسافرینو ته د اسانتیاوو په برابرولو او د پاکستان له لوري د تمویلېدونکو نیمګړو پروژو د چارو پر بیا پیلولو خبرې وکړې."

په بیان کې دا هم راغلي چې:"افغان پلاوي ټینګار وکړ، چې د کاسا زر، مزار شریف ـ پېښور ریل پټلۍ چارې باید چټکې شي او پاکستاني لوری دې د ترانزیټ په برخه کې موجودو ستونزو ته حللارې پیدا کړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان یاد پلاوي ته معین وخت ټاکلی ترڅو یاد موضوعات د دوه اړخیزه توافقاتو پر اساس په بشپړ ډول حل کړي."

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه بیان کې راغلي، چې قریشي به د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ په دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.

په بیان کې راغلي، چې قریشي به د اسلامي امارت له ځینو نورو چارواکو سره هم وګوري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په دې سفر کې به د دواړو هېوادونو (افغانستان او پاکستان) ترمنځ بېلابېلو مسایلو په هکله بحثونه او خبرې وشي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه