د ناټو سرمُنشي ینس سټولټنبرګ وایي، چې په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه کې به افغانستان د خبرو یوه اصلي موضوع وي.
د ناټو سرمنُشي ینس سټولټنبرګ تر غونډې وړاندې خبریالانو ته وویل، چې له سیاسي او ډېپلوماټیکو لارو به له طالبانو وغواړي، چې ډاډ ورکړي، چې افغانستان به بیا د ترهګرو په خوندي پټنځای نه بدلېږي.
سټولټنبرګ ویلي:"موږ به پر افغانستان خبرې وکړو چې ډاډه شو، افغانستان به د ترهګرو په خوندي پټنځای نه بدلېږي. زموږ ملګري له لېرې هم پر ترهګرو د بریدونو وس لري."
د ناټو سرمُنشي ټینګار کړی، چې ناټو پر طالباتو سیاسي او ډېپلوماټیک فشارونه راوړلی شي.
ینس سټولټبرګ ویلي:"طالبانو هم د ترهګرۍ او بشري حقونو په هکله د ژمنو مسوولیت لري. نړۍواله ټولنه پر طالبانو د فشار اقتصادي او ډېپلوماټیکې وسیلې لري."
د چارو شنونکي د ناټو غونډې په هکله بېلابېل لیدلوري لري.
پخواني نظامي جنرال عبدالواحد طاقت ویلي:"که د افغانستان په اړه د ناټو غونډه په دې هکله وي، چې افغانستان ته یې پیسې ورکړي – مرستې وکړي او اسلامي امارت په رسمیت وپېژني – نو په دې صورت کې نیکمرغه یوو."
وړاندې د اسلامي امارت چارواکو بیا بیا ویلي، چې د افغانستان له خاورې به د نورو هېوادنو خلاف استفاده نه کېږي.
د ناټو دفاع وزیران نن او سبا په بروکسل کې د نورو مسایلو په خوا کې پر افغانستان هم خبرې کوي.
په دې اړه مو اندونه