Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت چارواکي وایي د ښځو چارو وزارت نه دی لغوه شوی

وروسته له هغې چې د ښځو چارو وزارت د ودانۍ پر لوحه د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت نوم‌دړه ولګېده او دې کار ته غبرګونونه وښودل شول، اوس د دې وزارت سرپرست وایي، د ښځو چارو وزارت نه دی لغوه شوی، بلکې په یوه بدله شوې تګلاره کار کوي چې له مخې به یې د افغان مېرمنو حقونو ته کار کېږي.

د امر بالمعروف وزارت سرپرست شیخ محمد خالد وايي، چې د ښځو وزارت د لغوه کولو خبره سمه نه ده.

شیخ محمد خالد ویلي:"اسلامي امارت د ښځو وزارت نه منحولي، بلکې ورته یو چوکاټ برابروي."

د ښځو د حقونو ځینې فعالانې بیا د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت نه غواړي چې ژر  تر ژره دې خپلې تګلارې معلومې کړي.

د ښځو د حقونو یوې فعالې مولودې توانا ویلي:"موږ هیله‌من یوو چې اوسنی حکومت د ښځو لپاره یو معلوم ادرس په پام کې ونیسي، چې له لارې یې د ښځو غږ واوري."

د ښځو د حقونو یوې بلې فعالې مریم معروف اروین ویلي:"د طالبانو په ژمنو د خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو باور کم شوی، نو موږ هیله لرو چې خپلې مبارزې ته جدي دوام ورکړو چې د ښځو حقونه ورکړل شي."

د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت مسوولان وایي، چې د ښځو چارو پخوانی وزارت یو نمایشي وزارت و.

د امر بالمعروف وزارت ویاند عاکف مهاجر ویلي:"زموږ موخه داده چې د ښځو په باغ کې چې ۱۳ جریبه ځمکه ده، د ښځو یوه اداره ولرو چې په‌کې ښځې راټولې شي او خپل فعالیتونه ولري – داسې فعالیتونه چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم وي."

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت د دولت رسمیت پېژندلو لپاره د نړۍوالې ټولنې یو شرط دادی چې افغان مېرمنو ته دې حقونه ورکړل شي او د کار او تعلیم اجازه دې هم ولري.

د ښځو د حقونو ځینې فعالانې د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت نه غواړي چې ژر تر ژره دې خپلې تګلارې معلومې کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه