Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ملګري ملتونه وایي ۹۷ سلنه افغانې کورنۍ به د لوږې تر کرښې لاندې شي

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام  ارزونه ښيي، چې افغانستان کې به د ۲۰۲۲ کال تر نیمایي پورې ۹۷ سلنه کورنۍ د لوږدې تر کرښې لاندې شي.

دغه بنسټ وایي، که په افغانستان کې د اقتصادي ناورین مخنیوی و نه‌شي، راروان ژمي کې به میلیونونه خلک له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان وي.

له دې سره د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د اړمنو کورنیو لپاره د بسپنې صندوق جوړ کړی، چې راټولېدونکې پیسې به اړمنو ته نغدې ورکړای شي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر وایي، چې دوی به له اړمنو سره مستقیمې مرستې وکړي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام اخیم اشتاینر ویلي:"افغانستان کې خلک عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري. اړتیا ده چې د دغه هېواد اقتصاد په چلن کې شي او اړتیا ده چې افغانان خپله له خپلې راتلونکې ډاډمن شي."

جرمنی لومړنی هېواد دی، چې د ملګرو ملتونو دغه صندوق لپاره یې د ۵۰ میلیونه یورو مرستې ژمنه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې کابل ته له ولایتونو راکډه شوې کورنۍ وایي، چې د خوړلو لپاره څه نه لري.

د عالم ثنا په نامه یوې مېرمنې ویلي:"هېڅ نه لرو او چا راسره مرسته هم نه ده کړې. هر څه چې مو لرل ومو خوړل."

ملګري ملتونه وایي، که په افغانستان کې د اقتصادي ناورین مخنیوی و نه‌شي، راروان ژمي کې به میلیونونه خلک له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان وي.

Thumbnail

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام  ارزونه ښيي، چې افغانستان کې به د ۲۰۲۲ کال تر نیمایي پورې ۹۷ سلنه کورنۍ د لوږدې تر کرښې لاندې شي.

دغه بنسټ وایي، که په افغانستان کې د اقتصادي ناورین مخنیوی و نه‌شي، راروان ژمي کې به میلیونونه خلک له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان وي.

له دې سره د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د اړمنو کورنیو لپاره د بسپنې صندوق جوړ کړی، چې راټولېدونکې پیسې به اړمنو ته نغدې ورکړای شي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر وایي، چې دوی به له اړمنو سره مستقیمې مرستې وکړي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام اخیم اشتاینر ویلي:"افغانستان کې خلک عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري. اړتیا ده چې د دغه هېواد اقتصاد په چلن کې شي او اړتیا ده چې افغانان خپله له خپلې راتلونکې ډاډمن شي."

جرمنی لومړنی هېواد دی، چې د ملګرو ملتونو دغه صندوق لپاره یې د ۵۰ میلیونه یورو مرستې ژمنه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې کابل ته له ولایتونو راکډه شوې کورنۍ وایي، چې د خوړلو لپاره څه نه لري.

د عالم ثنا په نامه یوې مېرمنې ویلي:"هېڅ نه لرو او چا راسره مرسته هم نه ده کړې. هر څه چې مو لرل ومو خوړل."

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه