یوه امریکایي چارواکي د رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې امریکا تمه لري هغه شاوخوا ۱۵۰ تنه افغان پیلوټان او د افغان هوایي ځواک ځینې نور کارکوونکي چې، دوه میاشتې وړاندې افغانستان کې تر لوی تحول وروسته تاجکستان ته اوښتي، امریکا ته بوځي.
امریکایي چارواکي وایي، دغه افغان پيلوټان د امریکا پوځ روزلي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي، چې دغه افغان پیلوټان به لومړی یوه درېیم هېواد او بیا امریکا ته ورسول شي.
دغه امریکایي چارواکي د دغو افغان پیلوټانو د لېږد د کره نېټې په هکله څه نه دي ویلي.
رویټرز وایي، یوه ځانګړي رپوټ کې یې موندلي چې امریکا روزلي ۱۴۳ تنه افغان پیلوټان د تاجکستان یوه غرنۍ سیمه کې د امریکا الوتنې ته په تمه دي.
افغانستان کې د تېر اګېسټ پر ۱۵ مه نېټه تر لوی تحول وروسته چې مخکینی حکومت وپرځېد او اسلامي امارت بیاځلې واک ته ورسېد، دغه افغان پیلوټان له کابل نه تاجکستان ته واوښتل.