Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ناټو هڅه کوي چې طالبان د خپلو کړو ژمنو په وړاندې ځواب ویونکي وي

د ناټو دفاع وزیران په پنجشنه او جمعه په بروکسل کې راټول شوي وو او پر نورو مسایلو سربېره یې د افغانستان په تړاو هم خبرې وکړې.

 د ناټو سرمنشي د دې غونډې له پای ته رسېدو وروسته وویل چې د ناټو له شریکانو سره د نړۍوالې ټولنې پر وړاندې د خپلو کړو ژمنو په تړاو د طالبانو د ځواب ویلو په هکله د سلا مشورو په حال کې دي.
       
د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ څرګنده کړه:«په ناټو کې له خپلو متحدانو او همکارانو سره د سلامشورو په حال کې یو چې څرنګه طالبان د خپلو هغو ژمنو د عملي کولو په برخه کې حساب ورکولو ته اړباسو چې له ترهګرۍ سره یې د مبارزې په برخه کې کړې دي، دا چې اجازه به نه ورکوي چې افغانستان یوځل بیا د نړۍوالې ترهګرۍ په ځاله بدل نه شي.»

بل خوا د امریکا دفاع وزیر هم وایي چې د امریکا متحده ایالتونو د افغان همکارانو د لېږد بهیر دوام  لري.
   
د امریکا دفاع وزیرلویډ آسټين زیاتوي:«موږ خپل کار ته دوام ورکوو چې ډاډ ترلاسه کړو هغه افغانان چې له موږ سره یې همکاري کړې ده، دغه فرصت پیدا کړي چې افغانستان پرېږدي. خو په لومړي ګام کې مو په اوولسو ورځو کې ۱۲۴ زره افغانان له افغانستانه واېستل.»

اسلامي امارت هم د دوحې د هوکړه لیک پر عملي کېدو ټینګار کوي.
               
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«موږ هم د دوحې هوکړه یوه ډېر مهم سند ګڼوو. دا هوکړه لیک باید عملي شي. امریکایانو هم تراوسه د دغه هوکړه لیک ټول جزییات عملي کړي نه دي.»

دا په داسې حال کې ده چې ناټو تر دې وړاندې ویلي و چې دغه سازمان په افغانستان کې له بهره د ترهګرو د په نښه کولو توان لري.

د ناټو سرمنشي وویل چې د ناټو له شریکانو سره د نړۍوالې ټولنې پر وړاندې د خپلو کړو ژمنو په تړاو د طالبانو د ځواب ویلو په هکله د سلا مشورو په حال کې دي.

تصویر بندانگشتی

د ناټو دفاع وزیران په پنجشنه او جمعه په بروکسل کې راټول شوي وو او پر نورو مسایلو سربېره یې د افغانستان په تړاو هم خبرې وکړې.

 د ناټو سرمنشي د دې غونډې له پای ته رسېدو وروسته وویل چې د ناټو له شریکانو سره د نړۍوالې ټولنې پر وړاندې د خپلو کړو ژمنو په تړاو د طالبانو د ځواب ویلو په هکله د سلا مشورو په حال کې دي.
       
د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ څرګنده کړه:«په ناټو کې له خپلو متحدانو او همکارانو سره د سلامشورو په حال کې یو چې څرنګه طالبان د خپلو هغو ژمنو د عملي کولو په برخه کې حساب ورکولو ته اړباسو چې له ترهګرۍ سره یې د مبارزې په برخه کې کړې دي، دا چې اجازه به نه ورکوي چې افغانستان یوځل بیا د نړۍوالې ترهګرۍ په ځاله بدل نه شي.»

بل خوا د امریکا دفاع وزیر هم وایي چې د امریکا متحده ایالتونو د افغان همکارانو د لېږد بهیر دوام  لري.
   
د امریکا دفاع وزیرلویډ آسټين زیاتوي:«موږ خپل کار ته دوام ورکوو چې ډاډ ترلاسه کړو هغه افغانان چې له موږ سره یې همکاري کړې ده، دغه فرصت پیدا کړي چې افغانستان پرېږدي. خو په لومړي ګام کې مو په اوولسو ورځو کې ۱۲۴ زره افغانان له افغانستانه واېستل.»

اسلامي امارت هم د دوحې د هوکړه لیک پر عملي کېدو ټینګار کوي.
               
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«موږ هم د دوحې هوکړه یوه ډېر مهم سند ګڼوو. دا هوکړه لیک باید عملي شي. امریکایانو هم تراوسه د دغه هوکړه لیک ټول جزییات عملي کړي نه دي.»

دا په داسې حال کې ده چې ناټو تر دې وړاندې ویلي و چې دغه سازمان په افغانستان کې له بهره د ترهګرو د په نښه کولو توان لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه