Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

"د ملي مقاومت عالي شورا" په وړاندې د اسلامي امارت غبرګون

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې نور څوک نه شي کولای چې د مقاومت او یا تر بل نامه لاندې د افغانستان خلک وګواښي.

مجاهد د «د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي مقاومت عالي شورا» تر نامه لاندې د یوه سیاسي جوړښت په غبرګون کې، چې د پخواني حکومت له ځينو چارواکو او جهادي قومندانانو له خوا رامنځته شوی دی زیاتوي چې په تېرو شلو کلونو کې په فساد ککړ وو، نور د دولت په چوکاټ کې ځای نه لري او که چېرې د جګړې غوښتونکي وي حکومت یې په وړاندې درېدو ته چمتو دی.
 
ښاغلي مجاهد زیاته کړه:«نور جبهوو ته اړتیا نشته. او هرڅوک چې جبهه جوړوي ښه پایله نه ترلاسه کوي.»

عبدرب الرسول سیاف او عطامحمد نور په خپلو فېسبوک پاڼو د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي مقاومت د عالي شورا تر سرلیک لاندې د یوه سیاسي تشکیل له جوړېدو خبر ورکړی دی.

د دغې شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې له اسلامي امارت سره د یوه تفاهم د رامنځته کېدو لپاره پر خبرو اترو ټینګار شوی؛ خو ورسره خبرداری هم ورکړ شوی، که چېرې طالبان د سولې په اړه د دوی غوښتنه ونه مني؛ نو بیا به نظامي اقدامات ترسره کړي.

د ملي پیوستون نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني وايي:«ډېره ښکلې به دا وي چې د افغانستان اسلامي امارت ټولو سیاسي څېرو ته چې د اسلامي امارت خلاف دي زمینه برابره کړي، راشي او دننه په افغانستان کې خپلې څرګندونې وکړي.»

دغه شورا په داسې حال کې جوړه شوې چې، لا تر اوسه روښانه نه ده چې، د دغې شورا مشران په کومو هېوادونو کې دي.

اسلامي امارت وايي، هغو کسانو ته چې، په تېرو شلو کلونو کې پر فساد ککړ وو اجازه نه ورکوي چې، د افغانستان خلک وګواښي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه