Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مجاهد افغانستان کې د القاعده حضور په اړه دخلیلزاد څرګندونې رد کړې

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له سي بي اس نیوز سره په خپلې نوې مرکه کې ویلي چې ښایي د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په افغانستان او یا د افغانستان په ګاونډ کې وي.

خو نوموړي زیاته کړې ده چې طالبان په دې تړاو معلومات نه لري.

خلیلزاد زیاتوي:«هغه رپوټ چې ما کتلی دی، ښيي چې ممکن د القاعدې مشر ایمن الظواهري په افغانستان او یا ورڅېرمه خاورو کې وي. نه پوهېږم چې آیا طالبان په دې تړاو خبر دي او کنه؟ هغو طالبانو چې زه ورسره موافقې ته ورسېدم، راته وویل چې نه پوهېږي د القاعدې مشر چېرته دی؟»

خلیلزاد د افغانستان او امریکا ترمنځ د بې باروۍ د فضا د رامنځته کېدو خبره کوي او وایي چې واشنګټن له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د طالبانو کړنې له بهره ارزوي:«موږ باید د خپلو ژمنو په تړاو یوازې د هغوی خبرو ته غوږ ونه نیسو. موږ له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د طالبانو ژمنې له پولو بهر تر څارنې لاندې لرو او که چېرې د ترهګریزو بریدونو طرحه کول ووینو، د برید د ترسره کولو توان هم لرو»  

بل خوا نوی حکومت په افغانستان کې د القاعدې د مشر احتمالي حضور ردوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندوي:«زه داسې یو ګواښ نه وینم ا نه څوک دلته شتون لري او نه موږ ته معلومات رارسېدلي دي چې په دې کچه وي.»

خلیلزاد په داسې حال کې دا خبرې کوي چې له القاعدې سره د اړیکو پرې کول،د نورو هېوادونو د امنیت د ګواښلو لپاره د افغانستان له خاورې د کاراخیستو مخنیوی او نجونو او مېرمنو ته د زده کړو او کار د اجازې ورکړه له نړۍ سره د اسلامي امارت له ژمنو دي.

خلیلزاد د افغانستان او امریکا ترمنځ د بې باروۍ د فضا د رامنځته کېدو خبره کوي او وایي چې واشنګټن له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د طالبانو کړنې له بهره ارزوي.

تصویر بندانگشتی

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له سي بي اس نیوز سره په خپلې نوې مرکه کې ویلي چې ښایي د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په افغانستان او یا د افغانستان په ګاونډ کې وي.

خو نوموړي زیاته کړې ده چې طالبان په دې تړاو معلومات نه لري.

خلیلزاد زیاتوي:«هغه رپوټ چې ما کتلی دی، ښيي چې ممکن د القاعدې مشر ایمن الظواهري په افغانستان او یا ورڅېرمه خاورو کې وي. نه پوهېږم چې آیا طالبان په دې تړاو خبر دي او کنه؟ هغو طالبانو چې زه ورسره موافقې ته ورسېدم، راته وویل چې نه پوهېږي د القاعدې مشر چېرته دی؟»

خلیلزاد د افغانستان او امریکا ترمنځ د بې باروۍ د فضا د رامنځته کېدو خبره کوي او وایي چې واشنګټن له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د طالبانو کړنې له بهره ارزوي:«موږ باید د خپلو ژمنو په تړاو یوازې د هغوی خبرو ته غوږ ونه نیسو. موږ له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د طالبانو ژمنې له پولو بهر تر څارنې لاندې لرو او که چېرې د ترهګریزو بریدونو طرحه کول ووینو، د برید د ترسره کولو توان هم لرو»  

بل خوا نوی حکومت په افغانستان کې د القاعدې د مشر احتمالي حضور ردوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندوي:«زه داسې یو ګواښ نه وینم ا نه څوک دلته شتون لري او نه موږ ته معلومات رارسېدلي دي چې په دې کچه وي.»

خلیلزاد په داسې حال کې دا خبرې کوي چې له القاعدې سره د اړیکو پرې کول،د نورو هېوادونو د امنیت د ګواښلو لپاره د افغانستان له خاورې د کاراخیستو مخنیوی او نجونو او مېرمنو ته د زده کړو او کار د اجازې ورکړه له نړۍ سره د اسلامي امارت له ژمنو دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه