Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې زده کړیالانو او زده کوونکو نجونو د کسب زده کړې ته مخه کړې

په هرات ولایت کې په لسګونه زده کړیالانو او زده کوونو د دولتي پوهنتونونو او ښوونځيو له تړل کېدو وروسته، د کسب زده کړې ته مخه کړې ده.

نجونې وايي چې په کور کې ناستی د هغوی لپاره ستونزمن دی او اړې دي چې د خیاطۍ او سینګارۍ کسب زده کړې ته مخه کړي.

د کسب او مسلک په یوه مرکز کې زده کوونکې سمیرا شریفي په دې هکله وايي:«کله چې ښوونځي رخصت شول، څو میاشتې کېږي چې موږ په کور کې یوو او موږ اړې شوو چې یو کسب یا کار زده کړو، ځکه نه کېږي چې موږ همداسې په کور کې کېنو.»

بله زده کوونکې مهناز غلامي وویل:«زه غواړم چې په راتلوونکي کې یوه څه شم چې وکړای شوم له خپلې کورنۍ سره مرسته وکړم، او موږ غواړو چې ښوونځي ژر پیل شي چې موږ نجونې وکړای شو ښوونځي ته ولاړې شو او خپلو زده کړو ته دوام ورکړو.»

د دغه مرکز ډېری زده کوونکې هغه نجونې او ښځې دي چې، د پوهنتون او ښوونځیو د دروازو له تړل کېدو وروسته بې برخلیکه شوې دي.

د خیاطۍ په برخه کې زده کوونکې شقایق ګنجي وايي:«موږ کولای شو چې د خپلو درسونو ترڅنګ، خیاطي هم زده کړو.»

لیلی صوفي زاده چې د هرات د کسب او مسلک په مرکز کې ښوونکې ده څرګندوي:«هرې مېرمنې ته اړتیا ده چې په دغو خرابو اقتصادي شرایطو کې له خپلې کورنۍ او خاوند سره همکار شي.»

د هرات د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین وايي، هڅې کوي چې، په دغه ولایت کې نجونو او ښځو ته د حرفه يي زده کړو لپاره ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

د کار او ټولنیزو چارو ریاست سرپرست ملا احمد ثابت وویل:«د کسب او مسلک برخې، د وړکتون برخې خپل فعالیتونه پیل کړي دي او پاتې کارونه پای ته رسوي او حتا د ولسوالیو برخو هم خپل فعالیتونه پیل کړي دي. موږ له هغوی ملاتړ کوو او پر کړنو یې څارنه کوو.»

له څه باندې دوو میاشتو راهیسې ډېری هغه نجونې او ښځې چې په دولتي او خصوصي بنسټونو کې یې کار کاوه اوس بېکاره شوي او هڅې کوي چې، د صنایعو په برخه کې زده کړې وکړي.

ډېری دغه زده کوونکې هغه نجونې او ښځې دي چې، د پوهنتون او ښوونځیو د دروازو له تړل کېدو وروسته بې برخلیکه شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه