Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خلیلزاد وایي امریکا جګړه بایلله ځکه یې مذاکرات غوره کړل

افغان سولې لپاره د امریکا مخکینی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، چې امریکا په جګړه کې د طالبانو خلاف ماتې خوړله، نو ځکه یې مذاکرات د یوه بدیل په توګه غوره کړل.

خلیلزاد له سي بي ایس خبري شبکې سره مرکه کې ویلي، چې امریکایي ځواکونه هڅه وکړه چې د جګړې ډګر کې یې لاس پورته وي، خو هڅو یې پام وړ نتیجه نه‌لرله.

خلیلزاد ویلي: "د مذاکراتو موخه دا وه، چې موږ جګړه نه ګټو او وخت زموږ په ګټه نه و. نو غوره وه چې ژر توافق وکړو نه په ځنډ سره. "

خلیلزاد، مخکینی افغان ولسمشر محمد اشرف غنی تورن کړی، چې تېښتې سره یې سره افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه وپرځول.

که څه هم مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، چې د جګړې مخنیوي لپاره له کابل نه ووت، خو خلیلزاد وایي، غني کولی شوای د سولې لپاره، یو کال یا شپږ میاشتې وړاندې استعفا وکړي.

خلیلزاد ویلي: "پوښتنه داده چې ولې ولسمشر غني، دا کار (تېښته) وکړه؟ که هغه غوښتل چې د سولې لپاره، واک پرېږدي، نو فکر وکړئ، چې دا وړاندیز یې باید یو کال، یا شپږ میاشتې مخکې کړی و او دواړو غاړو ته د منلو وړ یو کس به یې د حکومت مشرۍ ته راوستی و. خو هغه داسې و نه‌کړل. "

د زلمي خلیلزاد په خبره، امریکا د القاعدې ځپلو ماموریت کې بریالۍ وه، خو ولسواکۍ او د ډېموکراټیکو ارزښتو پلي کولو کې بریالۍ نه وه.

د خلیلزاد په وینا، افغانستان کې د امریکا د شلو کلونو حضور یو ټولنیز بدلون راوستی، چې اوس د افغانستان خلک د ۹۰ یمې لسیزې خلک نه دي.

زلمی خلیلزاد وایي، امریکا غوښتل د سولې خبرې یوه بېله نتیجه ولري، نه داسې څه چې د اګېسټ په ۱۵ مه پېښ شول.

خلیلزاد دا هم وایي، چې که اسلامي امارت و نه‌شي کړای، یو ټول‌ګډونه حکومت جوړ کړي، افغانستان سره به د امریکا رابطه عادي نه‌شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه