Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د بې‌وزلۍ ستونزې ته د رسېدو پروګرام پیل شو

اسلامي امارت د کار په بدل کې د غنمو د وېش پروګرام پیل کړی، چې د خوړو د کمي بحران ورسره کم شي.

د اسلامي امارت ویاند وایي، چې د دې پروګرام په اډانه کې به راتلونکو دوو میاشتو کې، له ۴۰ زرو نه زیاتو کسانو ته د کار اسانتیا برابره شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي: "د اسلامي امارت بېلابېلې ادارې چې د کرنې، انرژۍ وزارتونه او د کابل ښاروالۍ په‌کې شاملې دي، راتلونکو دوو میاشتو کې ۴۰ زره کسانو ته د کار اسانتیا  برابروي."

د کرنې او اوبولګونې وزارت سرپرست وایي دغه پروګرام د خوراکي کړکیچ د مخنیوي او له لوږې سره د مبارزې لپاره پېل شوی دی.

د کرنې او اوبو لګونې وزارت سرپرست عبدالرحمان راشد وایي:"اسلامي امارت د لوږې او بې‌وزلۍ سره مبارزې او د خوړو د بحران مخینوي لپاره دا پروګرام پرانیست."

د دغه پروګرام په لړ کې کارګران د کابل په غونډیو کې د کندو په کېندولو سره تر ځمکې لاندې د مصنوعي اوبو د تغذیې زمینه برابروي.
د مسعود په نامه یو کارګر وایي چې د پخواني حکومت تر سقوط مخکې د ملي دفاع وزارت د ملکي برخې کارکوونکی و، خو اوسمهال د اقتصادي ستونزو له امله په دې پروژه کې کار کوي.
مسوولان وایي، په کابل کې د دغه پروګرام تر عملي کېدو وروسته به دا پروګرام د هېواد په نورو ولایتونو کې هم عملي شي.

د اسلامي امارت چارواکي وایي چې د کار په بدل کې د غنمو د وېش پروګرام په لومړي سر کې، په کابل کې عملي کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه