فایننشل ټایمز ورځپاڼې د اروپايي ټولنې پر حواله رپوټ ورکړی دی چې دغه ټولنه لېوالتیا لري چې په افغانستان کې خپله استازولي پرانیزي.
اسلامي امارت په کابل کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ پرانیستل ساتي او هغه له اروپايي هېوادونو سره د تعامل بهیر پیل ګڼي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال احمد الله وثیق وویل:«د اروپايي ټولنې دا پرېکړه چې په نږدې راتلوونکي کې خپل دفتر بیا پرانیزي، یو ښه ګام دی. هم د افغانستان په ګټه دی او هم د ټولنې لپاره. هغوی له نږدې خپل کار تعقیب او وارزوي. د هغوی د امنیت په هکله هم ډاډ ورکوو چې د هغوی د ټولو دفترونو او کسانو امنیت به په ډاډه توګه ونیول شي.»
څه باندې دوه میاشتې کیږي چې په کابل کې د اروپایي ټولنې دفتر تړلی دی. د فایننشل ټایمز ورځپاڼې د خبر له مخې اروپایي ټولنه غواړي چې تر یوې بلې میاشتې پورې په کابل کې خپل سیاسي دفتر پرانېزي.
د دې ورځپاڼې په وینا اروپایي ټولنه د طالبانو پر وړاندې د یوې کره تګلارې په لټه کې ده.
د اروپايي ټولنې ویانده نبیله مسرالي څرګندوي:«لکه څرنګه چې موږ په ځلونو ویلي، دا د طالبانو د په رسمیت پېژندلو نښه نه ده. موږ غواړو هغوی ته په نږدې کېدو سره وکړای شو د افغانستان له خلکو سره چې زموږ مرستو ته اړتیا لري، ښه مرسته وکړو او مجبور یوو له طالبانو سره تعامل ولرو.»
د مخکیني حکومت له پرځېدو وروسته په کابل کې د اروپايي تولنې دفتر او ټولو بهرنیو سفارتونو خپل دفترونه وتړل. بلخوا ځينې لوېدیځو هېوادونو خپلې سیاسي استازولۍ له کابل نه د قطر پلازمېنې دوحې ته لېږدولې دي.
د دغې ورځپاڼې په قول د اروپايي ټولنې ډېپلوماټیکه برخه غواړي چې د خپلو غړو هېوادونو ډپيلوماټانو ته دا زمینه برابره کړي چې په کابل کې د دې ټولنې د استازولۍ په دفتر کې میشت شي.
د سیاسي چارو شنونکی رحمت الله بیژن پور وايي:«شونې ده د دغو سیاستونو تر ټولګې لاندې د طالبانو او اروپايي ټولنې ترمنځ یو ډول تباني او تعامل رامنځته شي.»
د رپوټونو له مخې اروپایي ټولنې تېره میاشت یو پلاوی افغانستان ته ولېږه څو کابل ته د خپلو ډيپلوماټانو راتګ و ارزوي. ځکه دغه ټولنه له افغانستان سره خپلو شاوخوا یو نیم مېلیارد یورو مرستو ته په اغېزناکه توګه د خلکو لاسرسی په کابل کې له حضور پرته ناشونی ګڼي.
په دې اړه مو اندونه