Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مسوولان وایي سږني ژمي کې به د کابل هوا تر بل هر وخت ډېره ککړه وي

د کابل ښاروالُ مسوولان وایي، سږکال په کابل کې د هوا د ککړتیا لوړې کچې وړاندوینه ځکه شوې، چې د غازو او تېلو د بیو لوړوالي له کبله به خلک د ډبرو سکاره ډېر وکاروي.

د کابل ښاروالۍ د نشراتو مشر نعمت الله بارکزی وایي:"موږ د خپلو پروګرامونو عملي کول پیل کړي او د دنګو ودانیو ټولو مالکانو ته مو خبردار ورکړی چې فلتر وکاروي. زموږ ټیمونه هره ورځ په ښار کې نظارت لري."

عام خلک بیا وایي، د برېښنا نشتوالی او د غازو د بیو لوړوالی د دې لامل دی، چې خلک د ډبرو سکاره، پلاستېکونه او ان د موټرو ټایرونه وسوځوي.

د کابل یوه اوسېدونکي ذبیح‌الله ویلي:"له ښاروالۍ غواړو چې د هوا ککړتیا مخنیوي لپاره دې لار ولټوي دا چې خلک د ډبرو سکاره و نه کاروي، بدیل وړاندیز کړي چې خلکو ته اقتصادي وي."

هر کال د ژمي په رارسېدو سره به د چاپیریال ساتنې ادارې د کابل ښاروالۍ سره د هوا د ککړتیا د مخنیوي پروګرامونه برابرول، خو اوس د تېرو دوو میاشتو راهیسې د چاپیریال ساتنې اداره تړلې ده.

بل خوا د روغتیا وزارت معلومات دي، چې د ژمي رارسېدو سره – د هوا ککړتیا له کبله د ساه بندۍ، زړه او نورې ناورغۍ پنځوس سلنه زیاتېږي.

د کابل ښاروالۍ مسوولان وایي، چې د کابل ښار د هوا ککړتیا مخنیوي لپاره ځینې پروګرامونه عملي کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه