Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټاکل شوې د ایران په غونډه کې د افغانستان په هکله اعلامیه صادره شي

ټاکل شوې ده چې سبا د ایران په کوربتوب د سیمه ییزو هېوادونو غونډه جوړه شي او دغه غونډه به د دغه هېواد د ولسمشر ابراهیم رییسي له خوا پرانیستل شي.

کابل کې د ایران سفارت وایي چې، د افغانستان په هکله غونډه کې به هڅه وشي چې د بېلابېلو موضوعګانو په هکله د سیمې هېوادونو ګډ لید لورې په یوې اعلامیه کې اعلان شي.

په دې غونډه کې به پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي مسایلو او د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو خبرې وشي. ټاکل شوې ده چې د غونډې په پای کې ګډونوال هېوادونه یوه ګډه اعلامیه هم خپره کړي.
 
په افغانستان کې د ایران سفیر بهادر امینیان وايي:«هیله لرو چې دغه غونډه د دې لامل شي چې د دغو هېوادونو لیدلوري له یو بل سره نږدې شي. موږ هیله لرو چې دننه په افغانستان کې د بېلابېلو ډلو ترمنځ خبرې اترې هم ترسره شي چې په افغانستان کې یو ټول ګډونه حکومت رامنځته شي.»

په دې غونډه کې به د ازبیکستان، تاجیکستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران په حضوري توګه او د چین او روسیې د بهرنیو چارو وزیران به په آنلاین بڼه ګډون وکړي.

ټاکل شوې ده چې په دغې غونډه کې د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي هم یو پيغام ولري.
 
د ملي پیوستون د نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني وویل:«زموږ ګاونډیان به د افغانستان د راتلونکي په تړاو به د خپلې د وېرې څرګندونې وکړي، که چېرې همدا ډول وضعیت روان وي او د اسلامي امارت مخالفین ورځ په ورځ پياوړي شي او دوی په دې فکر دي چې د افغانستان له پولو واوړي، دا به بیا هم د ګاونډیانو لپاره درنه پرېوځي او هم د اسلامي امارت لپاره.»

اسلامي امارت د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته نه دی بلل شوی، خو تمه کېږي چې دغه غونډه د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لامل شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«زموږ ګاونډيان له موږ سره نه شلېدونکې اړیکې لري. باید په ډیپلماټيکو، سوداګریزو او نورو برخو کې له موږ سره همکاري ولري.» 

د تهران غونډه د افغانستان په تړاو د مسکو له غونډې یوه اوونۍ وروسته جوړېږي. د مسکو غونډه د اسلامي امارت او  د روسیې، چین، ایران، هند او پاکستان په ګډون د لسو هېوادونو د استازو په ګډون جوړه شوې وه.

اسلامي امارت تمه لري چې د دغې ناستې پایلې د افغانستان په ګټه وي او د کابل او تهران ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د غښتلتیا لامل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه